شاته

زبیح الله مجاهد: چین په افغانستان کې بیلینونو ډالرو پانګونې ته تیار دی، داعش کې بهرنیان نشته

واشنګټن - چین غواړي په افغانستان کې په بیلینونو ډالره پانګونه وکړي کچېرې طالبان د هغوی کارکونکو او وسایلو ته د امنیت ضمانت ورکړي.

دا خبره د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستیال زبیح الله مجاهد کړې ده او دا یې هم ویلي، چې د هغوی حکومت دې کار ته تیار دی.

مجاهد له امریکا غږ سره په یوې ویډیوي مرکه کې له امریکا سره د طالبانو په مذاکراتو، د افغانستان ستونزمن اقتصاد، د ښځو حقونو او د داعش لخوا د افغانستان د امنیت ګواښلو په اړه پوښتنو ته ځوابونه ورکړي. زمونږ همکار مجاهد جواد ددغې مرکې غټ ټکي درسره شریکوي.

زبیح الله مجاهد د امریکا غږ ددې پوښتنې په ځواب کې چې داعش په دې وروستیو کې په کابل کې دوه او نورو ولایتونو کې ګڼ بریدونه ترسره کړي دي. دوی څه ډول دا ترسره کوي وویل:

"داعش زمونږ لپاره لویه ستونزه نه ده. دوی په افغانستان کې پراخ شتون نه لري او اړتیا لري چې پټ پاتې شي خو بیا هم د کندز د چاودنې په څېر ځینې فعالیتونه ترسره کوي خو طالبان ورپسې دي.

زمونږ ځواکونه ددغې ډلې د ریښې موندلو پسی دي.‌

په تېرې یوې نیمې اونۍ کې مونږ د داعش ګڼ کسان نیولي دي او د هغوی ګڼ خوندي ځایونه مو ویجاړ کړي دي.

مونږ د هغوی ګڼ بریدونه شنډ کړي دي. خو دا چې داعش ولې زور موندلی هغه ځکه چې د طالبانو له راتلو سره د داعش ګڼ کسان هم له زندانونو څخه تښتېدلي دي او په دې توګه له هغوی سره مرسته شوې خو مونږ ژمن یو چې دوی به له افغانستان څخه ورکوو.

مجاهد د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کندز برید خو ویغور کړی ایا چین ورسره په دې اړه اړیکه نیولې، وویل، مونږ د دې مسلې په اړه له هېڅ کوم هېواد سره خبرې نه دي کړي. د داعش ټول کسان افغانان دي او د هغوی ترمنځ بهرنیان نشته.

مجاهد د اقتصاد د خرابیدو په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، "اقتصادي حالت نورمال خواته راوړي. مونږ ملي سرچینې راټولې کړي او لا راټولوو یې. زمونږ سوداګر پانګونو ته تیار دي. په لویو پروژو لکه د سړکونو په جوړولو باندې کار روان دی. مونږ له ځینو هېوادونو سره د کانونو د کندلو په قراردادونو باندې لاسلیک ته نېږدې شوي یو.

مجاهد دا هم وویل، چې "د افغانستان د پانګو کنګل کول د افغانستان د خلکو په وړاندې یو غیر عادلانه کار دی. مونږ له امریکایانو سره خبرې کوو.‌ مونږ له نورو هېوادونو او نړیوالو بانکونو سره خبرې کوو چې دا پیسې پرېږدي ځکه دا د افغانانو پیسې دي."

تر دې مخکې، د قطر د بهرنیو چارو وزیر د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي وو، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو مسله اوس لومړیتوب نه لري خو نړۍ اوس لاسونه سره ورکړي چې دغلته د زیاتیدونکي بشري او اقتصادي چلنجونو په وړاندې مرسته وکړي.

د نړۍ د یو شمېر شته منو ملکونو مشرانو سره غونډه کې د امریکې صدر جوبایډن د هغو ګامونو ملاتړ کړی چې د وایټ هاوس به قول د افغانستان د مرستې په لړ کې اخیستل پکار دي چې دا ډول هلته د انساني بحران مخه ونیول شي.

په ورته وخت کې د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د نهې یا سې شنبې په ورځ له امریکايي او اروپايي استازو سره په خبرو کې خبرداری ورکړی وو چې دده په حکومت باندې د بندیزونو له لیارې له فشار راوړلو سره به نه یواځې د افغانستان امنیت بلکه په ټوله کۍ نړۍ ته هم زیان ورسېږي.

نړیوالې ټولنې په طالبانو باندې د ښځو د حقونو، د لږلکیو حقونو او په خپلې کابینه کې د نورو ډلو کسانو ته د ځای نه ورکولو له امله سختې نیوکې کړي.

طالبان لا هم جونو ته اجازه نه ورکوي چې له شپږم ټولګي څخه پورته ښونځیو ته ولاړې شي خو هلکان یې زده کړو ته پرېښي دي.

مجاهد د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې جونې ښونځیو ته نه پرېږدي وویل، "تر اوسه امریکا په څرګنده توګه کومه غوښتنه نه ده کړې. دوی یواځې د ښځو او بشري حقونو په اړه اندېښنه ښودلې او مونږ ورته ډآډ ورکړی چې مونږ به یې د اسلامي اصولو په رڼا کې باوري کوو. تر اوسه پورې مونږ په دې پالیسې باندې کار کوو.‌ مونږ نه دي ویلي چې جونې به ښونځیو ته نه ځي. مونږ د یو پلان په جوړولو باندې کار کوو او هیله لرو دا مسله به ژر حل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبان باید سمدستي پرته له ځنډه د نجونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

د بخښنې نړیوال سازمان مشرې اګنس کالامارد د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې په افغانستان کې د نجونو د یو پوره نسل هیلې او ارمانونه تر پښو لاندې کیږي.

مجاهد ددې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان له چین نه څه غواړي وویل، "چین ګاونډی او ځواکمن اقتصاد دي. مونږ کوښښ کوو له چین سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ولرو. که څه هم مونږ غواړو چې له چین سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې وپالو خو مونږ به اجازه ور نه کړو چې زمونږ په چارو کې لاسوهنه وکړي.

مجاهد زیاته کړه، "چین د خپلو کارکونکو او هغو امنیت غواړي چې دلته پانګونه کوي. دوی د افغانستان په ځینو سکتورونو کې پانګونې ته لیواله دي او مونږ غواړو چې په دې ورسره وغږېږو. یوه له دغو پروژو څخه مس عینک ده چېرې چې دوی غواړي په بیلیونونو ډالره پانګونه وکړي او افغانستان هم دې ته اړتیا لري. مونږ د هغوی د پانګونې او وسایلو د امنیت ډاډه ورکړی."

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په اړه مجاهد وویل، هغه به راڅرګند شي.‌ تر اوسه زمونږ حکومت نوی دی او د امنیت له پلوه د هغه ساتونکي هغه ته اجازه نه ورکوي چې راښکاره شي. هغه ژوندی او فعال دی او خپلو پلویانو ته حکمونه ورکوي. په راتلونکو ورځو کې به هغه د عوامو ترمخه راڅرګند هم شي.

د طالبانو کابینه کې یواځې سړي دي او اکثره پښتانه دي.

نوموړي د ټول شموله حکومت په اړه وویل، "ټول افغانان باید په حکومت کې برخه واخلي. د دې لپاره مونږ وړاندیز لرو. زمونږ په کابینه کې د بېلابېلو قومونو کسان دي. دوی د هېواد په اداره کې برخه اخلي. حکومت اوس هم د جوړېدو په حال کې دی. دا ټولې مسلې به حل شي.

که څه هم طالبانو د تېر حکومت هر یو کس ته بخښنه اعلان کړې چې په هغو کې امنیتي ځواکونه او استخبارات هم شامل دي د بخښنې نړیوالې ادارې په یو راپور کې راغلي دي چې طالبانو په غیر قانوني توګه ۱۳ هزارګان وژلي دي چې یوه ۱۷ کلنه انجلۍ هم پکې شامله وه.

راپور وايي، په اکثرو دغو وژل شویو کسانو کې هغه افغان امنیتي ځواکونه وو چې طالبانو ته تسلیم شوي وو.