شاته

یوه کس په ناروې کې پنځه کسان په غشې او لیندۍ ووژل

د ناروې پولیس وایي چې پر غشې او لیندۍ یوه مجهز کس د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۱۳ (تلې ۲۱) د هغه هیواد په جنوب ختیځ کې پنځه کسان ووژل او څو نور ټپیان کړل.

پولیسو ویلي دي چې د دوو ټپیانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی خو د مرګ له تهدید سره مخ ندي.

سیمه ایز پولیس وایي چې شکمن کس نیول شوی او د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پیښه کې یوازې یو کس ښکیل وو. خو د شکمن کس په اړه جزیات وړاندې شوي ندي.

پولیسو تر اوسه دا هم مشخصه کړې نده چې په دې بریدونو کې څو کسان مړه او ټپیان شوي دي. ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي خو د هغوی د صحي وضعیت په اړه هم جزیات وړاندې شوي ندي.

د ناروې پولیسو همدارنګه ویلي دي چې دا پیښې په سیمه ایز وخت د شپږ نیمو بجو په شاوخوا کې د کنګسبرګ په نامه سیمه کې شوي خو تر اوسه ددې مرګوني برید د علت په اړه څه ویل شوي ندي.

د هغه هیواد TV2 ټلویزیون راپور ورکړی دی چې شکمن کس چاړه او نورې وسلې هم له ځانه سره لیږدولې. بلخوا سیمه ایزو پولیسو له خلکو غوښتي دي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

پولیسو زیاته کړې ده چې یوه هلیکوپتر او د بمونو د خثی کیدو ټیم هم سیمې ته استول شوی دی.

دا ډول پیښې په ندرت سره په ناروې کې ترسره کیږي خو په تیر کې اکثریت دا ډول پيښې د ښي اړخو افراطي ډلو له خوا شوي دي.

د افراطي ښي اړخو یوه غړي اندرس برینګ بریویک د ۲۰۱۱ کال د جولای میاشتې په ۲۲ نیټه په ناروې کې په دوو جلا پيښو کې ۷۷ کسان ووژل.

بریویک لومړی د ناروې په پلازمینه اوسلو کې د هغه هیواد د صدراعظم کور ته نږدې یو بم وچاوداوه او وروسته یې د دوبي په یوه تفریحي کمپ کې چې اوتیا ټاپو کې د کیڼ اړخو ځوانانو لپاره جوړ شوی وو، ډزي وکړې.

په یوې بله پيښه کې فیلیپ منس هاوس چې ځان "نوی نازي" باله هم د ۲۰۱۹ کال په اګست میاشت کې اوسلو ته نږدې پر یوه جومات برید وکړ خو په دې پيښه کې چا ته زیان ونه رسید.

خو د مسلمانانو پر جومات له برید مخکې نوموړي خپله ناسکه خور چې له چین څخه فرزندي اخیستل شوې وه ، په ډزو ووژله. څارنوالانو وویل چې د منس هاوس دا عمل له نژاد پرستۍ یو ډک عمل وو.

د هغه هیواد پولیسو د څه وخت راهیسې د څو بریدونه چې د افراطي مسلمانانو له خوا پلان شوي وو، خنثي کړي دي.