شاته

امریکا بیرته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا سره یوځای کیږي

ټاکل شویده د امریکا متحده ایالات له درې نیمو کلونو وروسته بیرته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا سره یوځای شي، چین د امریکا له وتلو څخه د خپل نفوذ د پراخیدو لپاره استفاده کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي مجموعه به د پنخشنبې په ورځ اکتوبر ۱۴(تلې ۲۲) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا لپاره نوې غړي ټاکي او یاد هیوادونه به خپله درې نیم کلنه کاري دوره د ۲۰۲۲ کال د جنوري په لومړۍ نیټه پیل کړي.

سره له دې چې دې شورا ته غړي هیوادونه په غیر علني انتخاباتو کې غوره کیږي خو ټاکنې رقابتي ندي او اتلس کاندید هیوادونه د ۱۸ څوکیو لپاره دریږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا وظیفه په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو ترویج او ملاتړ، سرغړونو ته رسیدګي او د سپارښتنو وړاندې کول دي.

امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د پخواني‌ جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د قدرت پرمهال له یادې شورا ووتله او هغه یې له اسرایلو سره په دوه مخې چلند او ریاکاري تورنه کړه.

خو د جوبایډن په مشرۍ د واشنګټن په راستنیدو سره به امریکا د چین سره چې ددې هیواد په نشتون کې یې د خپل نفوذ د پراخیدو لپاره استفاده کړې، مخ شي.

یوه اروپايي دیپلومات AFP ته ویلي دي:"چین او ټول هغه چې په بنیادي شکل د بشري حقونو پر ضد دي او اروپا یې هم پيژني... له اقتصادي، اجتماعي او کلتوري حقونو سره مخالف دي. دا یو نوی بهیر ندی بلکې بې له شکه دا د پیاوړي کیدو په حال کې دی."

په وروستیو کلونو کې ، چین او د سپینې روسیې او ونزویلا په شان د بیجینګ شریکانو د مشترکو بیانیو په ورکولو سره په هانګ کانګ، سینکیانک او تبیت کې د چین له اقداماتو ملاتړ کړی او د بومي کاناډایانو په ګډون په غربي هیوادونو کې یې د بشري حقونو نقض غندلی دی.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر دوو برخو د ویشل کیدو حالت په مخ ده، یو شمیر ویره لري چې د واشنګټن په راستنیدو سره به دا بهیر پیاوړی شي او شورا به امریکا او چین د طرفدارانو په رقابت بدله شي.

په ژنیف کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۴۷ غړو هیوادونو څخه جوړه ده چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجموعې له خوا ټاکل شوي دي.

د شورا له دریو څخه یوه برخه هر کال غوره کیږي او هیوادونه یوازې کولی شي د دوو درې کلنو دورو لپاره حضور ولري. په دې شورا کې غړیتوب د جفرافیا پر اساس تقسیم کیږي.