شاته

تعلیمي نصاب د څارنې دپاره د عمران خان د مجوزه ادارې په اړه ماهرین تشویش څرګندوي

د سکولونو نصاب د څارنى او سيرت النبي سره د نصاب تړون یقیني کولو دپاره د نوي ادارې جوړولو په اړه د وزير اعظم عمران په اعلان د تعلیم ماهرینو اندېښمني څرګنده کړې ده.

ماهرین وايي دې سره به په تعليمي ادارو او نصاب کې تندروه فکر خوريږي او په پاکستانۍ ټولنه او تعليمي ادارو کى د سخت دريځۍ کوم رجحان چې د پخواني پوځي آمر جنرل ضياالحق په دور کې شروع شوی و وزير اعظم عمران یې اوس انتها ته رسوول غواړي.

د عمران خان سلاهکار مولانا طاهر اشرفي د مجوزه اتهارټۍ د جوړښت په سر انديښنى بې اساسه بولي او وايي تعليمي نصاب او نوي اټهارټې جوړونکي هم پاکستانيان دي او دوی د ټولنى د فکر او ماشومانو ذهنې صلاحتيونو باندى ښه پوهېږي.

د اتوار، يکشنبى، په ورځ اسلام اباد کى رحمت العالمين کانفرنس ته د وېنا په وخت وزير اعظم عمران خان ويلي وو د نوي اتهارټۍ جوړولو مقصد نړۍ ته د اسلام په هکله پوهه ورکوول اوپه پيغمبر اسلام تحقيق کوول دي.

هغه وويل د يو ديني عالم په مشرى کى دغه مجوزه رحمت العالمين اتهارټي به د سکولونو د تعليمي نصاب څارنه کوي او اتهارټي به دا فيصله هم کوي چى وړو يا لوى زده کوونکو ته څه ښودل پکار دي

مجوزه اتهارټۍ ته غبرګون کې څيړونکو اندېښمني څرګنده کړې ده.

تعليمي ماهر ډاکټر عبد الحميد نییر وايي دى سره به د پاکستان تعليمي ادارو او نصاب کى مذهبي تعصب او تندروي نوره هم وده ومومي.

د وي او اى ډيوه سره خبرو کى هغه وويل په پاکستانۍ ټولنه او تعليمي ادارو کى د تندروه فکر د ښودلو کوم کار چي جنرل جنرل ضياالحق پېل کړى و داسى لګې چې عمران خان یې اوس انتها ته رسوول غواړي.

عبد الحميد نییر دريځ لري چې موجوده حکومت د مخکې نه هم د جديد دور د تقاضو په ځاى د زدکوونکي د مدرسو د سلګونو کلونو نصاب وېلو ته مجبور کړي دي.

په اسلام اباد کې قاید اعظم پوهنتون د تاريخ د څانګى پخوانى مشر او د تعليم ماهر ډاکټر وقار علي شاه هم د نوي اتهارټۍ د جوړښت په اعلان نيوکې کوي او د وي او ای ډیوه سره خبرو کى یې ووېل واړه زده کوونکي د مذهب بنيادي خبرې لکه مونځ روژه دا په خپل کور کى د مور او پلار نه او په سکول کى هم زده کوولى شي خو واړه ماشومان دومره صلاحييت نه لري چي د سيرت نبي په شان لوی ذهن نشین کړي.

د مذهبي يوالي لپاره د وزير اعظم عمران خان سلاه کار مولانا طاهر اشرفي د مجوذه اتهارټي په سر دغه انديښى بې بنیاده بولي او وايي که پاکستاني سکولونو کې د يورپ د يو تن په ذکر په پاکستاني ماشومانو څه نه کيږى نو دا څنګه ممکنه دا چى د پيغمبر اسلام په ذکر به په دوې بوج وغورځیږي.

د وي او اى ډيوه سره خبرو کى مولانا طاهر اشرفې زياته کړه هغه تعليمي ماهرين هم پاکستانيان دي چى د مجوزه اتهارټى په جوړښت کار کوي او دوې د پاکستاني ټولنى په فکر او د ماشومان په ذهني صلاحيتونو ښه پوهیږي.

د پاکستان سرکاري ميډيا ترمخه د عمران خان مجوزه اتهارټي به د څارنې نه علاوه تعليمي نصاب د سيرت النبي سره تړاو د یقیني کولو لپاره سپارښتنى هم کوي.