شاته

د پاکستان حکومت پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو هڅه کوي

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته، پاکستاني طالبانو یو ځل بیا په پاکستان کې بریدونو ته زور ورکړی او دغه هیواد یې دې ته اړ کړی چې د پاکستان د تحریک طالبان ډلې سره د خبرو ته کښیني.

د روانې اکتوبر میاشتې په پېل کې د پاکستان صدراعظم عمران خان د تحریک طالبان پاکستان سره په افغانستان کې د خبرو کولو خبر ورکړی و. دا پداسې حال کې دي چې د پاکستان دغه اقدام ته یو شمیر څیړونکي او فعالین د پاکستان د حکومت لخوا د بلوچ او پښتون ملتپالنې د غورځنګ د کمزوري کولو د یوې هڅې په سترګه ګوري.

د پاکستان د چارو کارپوهانو ته د پاکستان لخوا د طالبانو د ځانګړو ډلو سره خبرې کول کومه نوې خبره نده. دوي وايي چې لا هم پاکستان له پاکستاني طالبانو څخه پخپله بهرنۍ تګلاره کې د یوې وسیلې په توګه ګټه اخلي. دوی وایي، پاکستان د تحریک طالبان هغو ډلو چې ورسره اړیکي نه لري، ښايي خبرې ونکړي.

د امریکا د ملي دفاعي پوهنتون استاد براډلي میکلیسټر امریکاغږ ته وویل: « زه فکر کوم چې دوي به د برلاسو پښتون ملتپالو ډلو سره خبرې وکړي. اکثریت هغه ډلې چې پنجابي او یا خارجیان پکې دي ښایي تر زیاته فکري طالبان وي او د پاکستان سره خبرو کولو ته علاقه نلري.»

د ښاغلي میکلیستر په اند تحریک طالبان پاکستان، لکه چې معلومه ده یواځې د پاکستاني طالبانو له یوې کمې برخې استازیتوب کوي. هغه وایي چې د تحریک طالبان د غړو شمېر په تېرو څوو کلونو کې تغییر موندلی دی.

همداراز د سیمې یو کارپوه ډاکټر محمد تقي ادعا کوي چې تر هغه چې د افغانستان دننه موضوع ده، د پاکستان لپاره دا سمه وه، چې طالبان افغانستان ونیسي، خو کله چې دغه جهادیان یو ډول د پاکستان له مدار څخه په وتلو شي او پر پاکستاني ادارو لکه پوځ بريدونه وکړي، بېا دا هغه وخت دی چې د پاکستان پوځ دوي تعقیبوي.

ښاغلی تقي ټينګار کوي چې دا هغه توپیر دی، چې پاکستان یې د هغه په وینا د ښو او بدو طالبانو ترمېنځ ورته قایل دي. هغه ادعا کوي چې د پاکستان لپاره بد هغه طالبان دي، چې پر پاکستان کې بریدونه کوي او ښه هغه دي چې پر افغانستان او هند بریدونه کوي.

د لومړي ځل لپاره صدراعظم عمران خان د روانې اکتوبر میاشتې په لومړې نېټه د طالبانو سره د دغو خبرو په اړه خبر ورکړ. خو وروسته یې د کورنیو چارو وزیر له دغه ډول څرګندونو نا خبري وښودله.

د پاکستان د دغو لوړ پوړو چارواکو متضادو بیانونو د دې ټولې پروسې په اړه د خلکو ترمېنځ شکونه زیږولي.

ډاکټر محمد تقي وايي: «دا خلک، ملکيان دي، دوي د پاکستان د پوځ لخوا د لوبې د پرمخ بېولو، د اصلي خبرو کولو، د راکړې ورکړې د پټولو لپاره د وارخطایی یو ډول وسیله ده او دا له ډیر مودې راهیسې یوه روانه پروژه ده.»

د ښاغلي تقي په وینا، عمران خان ښايي لدې چې د طالبانو سره یو ډول خبرې روانې دې خبر وي او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ښايي ترې خبر نه وي. خو هغه خلک چې ټولې واګې یې په لاس کې دي [پوځ] هغه په پنډۍ کې دي، نه په اسلام اباد کې.

په عمومي ډول په پاکستان کې د حکومت او تحریک طالبان پاکستان سره خبرو کولو ته زیاتې هیلې نشته. څیړونکي پدې باور دي چې د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمېنځ د خبرو موضوع به لږ تر لږه په لنډ مهال کې د یو خبر تر بريده پاتي شي.

ازاد خبریال محمود جان بابر د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمېنځ د مذاکراتو جریان نه مني، هغه وایي: «هیڅ ډول مذاکرات مخکې ندي روان. بس دا یوه خبره وه، چې شوې وه.»

ښاغلی بابر وايي د مذاکراتو د نه کېدل غټ لاملونه لري چې د طالبانو شرطونه په کې شامل دي.

محمود جان بابر د پاکستان د حکومت هغه اعلان ته هم اشاره وکړه چې ویلي یې وو، که طالبان معافي وغواړي، نو د پاکستان جکومت د طالبانو سره خبرې اترې کولای شي: «پدې کې غټ سوال دا دی چې دوي به د څه څیز معافي وغواړي او دا چې دوي به معافي وغواړي او که وبه یې نغواړي. ځکه هغوي وايي چې د هغوي خپل شرطونه دي، نو د خبرې اترې د کښېناستو لپاره داسې کومه خبره ما ته نه ښکاري. البته پدې وخت کې.»

د پاکستاني چارواکو په وینا د طالبانو او پاکستاني حکومت تر مېنځ خبرې په افغانستان کې د افغانستان د طالبانو په مېنځګړتوب پېل شوې، اوس پوښتنه دا ده چې که دا خبرې ناکامیږي، د افغانستان طالبان به پر پاکستاني طالبانو د پاکستان حکومت سره خبرو کولو لپاره فشار راوړي؟

د امریکا د ملي دفاعي پوهنتون استاد براډلي میکلیسټر ادعا کوي چې د طالبانو رژیم د دې وړتیا او یا هم اراده نلري چې هغه ډول چې پخوا امریکايي ځواکونو او افغان ملي ځواکونو پر طالبانو فشار راوړي وو، پر هغو دې هغه ډول فشار وارد کړای شي.

څیړونکي وایي په افغانستان کې د طالبانو بریا، د نور ولي مسعود، لخوا د تحریک طالبان پاکستان مشري چې د نورو په پرتله د پاکستان زیات مخالف ګڼل کېږي، همداشان د تحریک طالبانو د صفونو بیا منظم کېدل او د پاکستان او تحریک طالبان ترمېنځ له وار دمخه موجوده بې باوري، ښايي د تحریک طالبان او پاکستان د حکومت ترمېنځ د سولې د تړون مخه ونیسي.