شاته

د پاکستان د اېټمي وسلو لانجمن ساینسپوه ډاکټر عبدالقدیر خان خاورو ته وسپارل شو

په پاکستان کې هیرو، امریکا او لويديځ کې د اېټمي وسلو نورو ته په غلا د ورکولو لپاره پېژندلی پاکستانی ساينس پوه ډاکټر عبدالقدیر خان د ۸۵ کالو په عمر کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

ډاکټر خان په پاکستان کې دننه او بهر د ياد هېواد د اېټمي وسلو د پلار په توګه ياد شوی دی خو په ۲۰۰۴م کې پرې د اېټمي وسلو رازونه شمالي کوریا، ایران او لېبیا ته د ورکولو تورونه ولګېدل. نوموړي هغه وخت په حکومتي ټېلېوېژن په دغه رسوایۍ کې د لاس لرلو پخلې او د اولس نه بخښنه غوښتې وه.

د امریکا د خارجه چارو وزارت هغه کال ویلي وو چې ډاکټر خان د اېټمي وسلو د تر لاسه کولو لپاره د خواهش کونکو هېوادونو لپاره د اېټمي پوهې او سامان الات ورکولو یوه نړیواله شبکه لرله. هم د امریکا په وینا هغه د ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۰۹ پورې په کور نظربند ساتل شوی وو.

د پاکستان میدیا رپورټونه وایي داتوار په سهار دهغه طبیعت یوځل بیا ناسازه شوی ؤ اؤ کله چې روغتون ته ورسول شو نو هلته یې ساه ورکړه.

د پاکستان دسرکاري ټيلي ويژن د رپورټ له مخې ډاکټر عبدالقدیر داګست په میاشت کې په کرونا وایرس اخته شوی ؤ خو بیا له دغه وایرسه روغ اؤ کور ته بوتلل شوی ؤ.

په ۱۱م ستمبر میډیا ته پخپل یو ویډيو بیان کې هغه ویلي وؤ چې اوس یې طبیعت په ښه کیدو دی.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد دهغه دمړینې پخلی کړی اؤ وایي د ارواښاد د وصیت له مخې به هغه داسلام اباد دفیصل جومات په ساحه کې خاورو ته سپارل کیږي.

د پاکستان ګڼ شمیر حکومتي وزیرانو، سیاستمدارانو،خبریالانو اؤ دمدني‌ ټولنې فعالانو دډاکټر عبدالقدیر په مړینه ژوره خواشیني ښودلې اؤ دپاکستان ددفاع دپاره یې دهغه خدمات په زرینو ټکو کې ستایلي دي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان په ټویټر دهغه په مړینه خواشیني ښودلې اؤ لیکلي یې دي چې د ډاکټر ای کیو خان په مړینه سخت خواشینی شوم. "هغه زموږ د ملت سره مینه درلوده ځکه چې موږ دهغه دمهمې ونډې له امله اټومي دولت جوړ شوي یو اؤ هغه موږ د یو ډیر لویې تیري کوونکي اټومي ګاونډي پروړاندې دامنیت څخه برخمن کړي وؤ. د پاکستان د خلکو لپاره هغه یوه ملي نخښه وه"

همدا شان دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي، ددفاع وزیر پرویز خټک،دڅلورو واړو صوبو اعلا وزیرانو اؤ نورو چارواکو هم هغه ته پیرزوينې وړاندې کړي اؤ دهغه خدمات یې ستایلي.

ډاکټر عبدالقدیر ته د هغه په ژوند په ریاستي کچه دهیواد تر ټولو ستر ایوارډونه ورکړل شوي وؤ خو د خپل ژوند په وروستیو کې هغه دپاکستان دننه د غدار په توګه هم یاد کړل شوی ؤ اؤ دایټمي رازونو په نورو هیوادونو د خرڅولو تورونه پرې لګول شوي وؤ.

دپاکستاني ټیلي ویژن جیو په یو پروګرام کې چې کله دپروګرام کوربه سهیل وړایچ له هغه پوښتنه کړې وه ډاکټر صیب پخپل ژوند کې په څه خبره پښیمانه شوی هم یې؟

ډاکټر قدیر ورته په ځواب کې ویلي وؤ "هو ددې هیواد دپاره په کار کولو پښیمانه شوی یم"

ډاکټر قدیر څوک ؤ؟

هغه په وړومبي اپریل کال ۱۹۳۶ کې دهند په بهوپال ښار کې زیږیدلی ؤ اؤ کله چې پاکستان له هنده بیل شو نو د خپلې کورنۍ سره پاکستان ته رامهاجر شوی اؤ په کراچۍ کې استوګن شوی ؤ.

په کال ۱۹۶۰ کې یې دکراچۍ پوهنتون څخه په میټالرجي کې ډګري ترلاسه کړې وه اؤ بیا دنورو زده کړو دپاره اروپا ته تللی ؤ.

هغه لوړې زده کړې د جرمني اؤ اؤ هالینډ څخه هم ترلاسه کړې وه،دهالینډ نه یې په سائنس کې دماسټرۍ ډګري اؤ دبیلیجیم نه یې په انجنئیرنګ کې دوکتوره کړې وه.

تر۱۵کالو اروپا کې له پاتې کیدو وروسته دپاکستان د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو په بلنه کال ۱۹۷۶ کې پاکستان ته راستون شوی اؤ دلته یې په ۳۱مئ ۱۹۷۶ کې په انجنئیرنګ ریسرچ لیبارټریز کې دنده پیل کړې وه.

وروسته په کال ۱۹۸۱ کې دپاکستان پوځي واکمن جنرال ضیاء الحق دغه اداره د ډاکټر عبدالقدیر خان په نوم نومولې وه. د ډاکټر ای کیو خان ریسرچ لیبارټریز په نوم دا اداره پاکستان کې دیورینیمو په پخولو کې کوټلی مقام لري.

کله چې هند په کال ۱۹۹۸ کې ایټمي ازموئنې کړې وې نو د ډاکټر عبدالقدیر په مشرۍ کې هغه وخت پاکستان هم دایټمي ازموئنو په کولو سره نړۍ کې ځان یو ایټمي قوت ثابت کړی ؤ.

ډاکټر عبدالقدیر ته که دهغه په ژوند کې دپاکستان ریاست زیات درناوی اؤ یو شمیر مهمې جائزې اؤ ایوارډونه ورکړي وؤ خو‌ پخپل وروستي ژوند کې هغه دګڼو شخړو اؤ لانجو سره هم مخ پاتې شوی ؤ.

د لانجو اؤ ګوشه نشینۍ ژوند

په نوموړي هالینډ څخه دایټمي معلوماتو دغلا کولو تورونه هم لګول شوي وؤ چې وروسته هغه له دې تورونو سپین وتلی ؤ.

په کال ۲۰۰۴م کې پرې دپخواني پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف واکمنۍ کې یو ځل بیا دایټمي رازونو نورو هیوادونو ته د ورکولو تورونه لګول شوي وؤ اؤ هغه په ټيلي ویژن په دغه عمل دقام نه بخښنه هم غوښتې وه خو څه موده وروسته یې ویلي وؤ چې د هیواد د ژغورنې په خاطر یې رسوایي پخپل سر اخستې وه اؤ هیچاته یې ایټمي رازونه نه دي ورکړي.

دپاکستان حکومت تر ډیرې مودې هغه په کور دنظارت لاندې هم ساتلی ؤ اؤ حتی دغدارۍ تورونه پرې لګول شوي وؤ خو بیا یې دکور دننه دګمنامۍ ژوند تیرولو.