شاته

ولسي جرګې د ولسمشر غني غوښتنه و نه منله

د افغانستان ولسي جرګې د ولسمشر غني هغه غوښتنه چې د وزیرانو د استیضاح پروسه وځنډوي رد کړه او د کابینې دریو وزیرانو ته یې یو ساعت وخت ورکړ تر څو د استیضاح لپاره ولسي جرګې ته حاضر شي.

د شنبې په ورځ ولسي جرګې په خپله استیضاحیه غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو، فواید عامې او کار، ټولینزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیران سلب صلاحیت کړل او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د دغو وزارتونو لپاره نوي کسان ولسي جرګې ته معرفي کړي.

خو د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د شنبې ورځې په ماښام د ولسي جرګې له اداري هیأت او د کمیسیونونو له مشرانو سره په لیدنه کې د ویرانو د استیضاح دلایل ناموجه وبلل او په یو مکتوب کې یې له ولسي جرګې څخه وغوښتل چې د ۱۴ نورو وزیرانو د استیضاح پروسه وځنډوي.

په هغه خبرپاڼه کې چې له ارګ نه خپره شوې ویل شوي چې ولسي جرګه د بودیجې د مصرفولو په اړه د وزیرانو د کړنو پوره خبره نه ده.

په خبرپاڼې کې راغلي دي چې ولسي جرګه باید د وزیرانو د استیضاح پروسه تر هغو وځنډوي چې پوره معلومات یې نه وي ترلاسه کړي.

د ولسي جرګې غړو د یکشنبې ورځې په غونډه کې د حکومت د دغې غوښتنې پر وړاندې تُند غبرګون وښود او د پاتې وزیرانو پر استیضاح کولو یې ټینګار وکړ.

ټاکل شوې وه چې نن د مالیې، پوهنې او ترانسپورت وزیران د ولسي جرګې له خوا استیضاح شي خو هغوی د ولسي جرګې غونډې ته حاضر نه شول.

اکثرو وکیلانو د ولسمشر غوښتنه او استیضاحیه غونډې ته د دریو وزیرانو نه حاضریدل ولسي جرګې ته سپکاوی او د قانون خلاف عمل وباله.

د ولسي جرګې وکیلانو له دوه ساعته بحثونو وروسته د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي او د ترانسپورت وزیر محمدالله بتاش ته یو ساعت وخت ورکړ تر څو ولسي جرګې ته حاضر او په ۱۳۹۵ کال کې له ۷۰ فیصدو څخه د کمې انکشافي بودیجې د مصرفولو د لاملونو په اړه دغې جرګې ته معلومات ورکړي.

که دغه درې وزیران نن د غرمې تر دولس نیمو بجو پورې ولسي جرګې ته حاضر نه شي، وکیلانو پریکړه کړې چې د هغوی په غیاب کې به ورته د تائید او یا رد رایې ورکړي.