شاته

د صبري اندړ لوی ارمان څه دی؟

صبري اندړ په ۱۳۷۰ کال کې يې په کابل کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، د کورنۍ غړو یې صبري نوم پرې کېښود.

د هغې له پیداېښت وروسته په کابل کې حالات ښه نه و، کورنۍ یې مجبوره شوه چې کلي ته ستنه شي.

ښوونځی یې هملته د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په مزو کلي کې پیل کړ.

صبري چې ښوونځی ختم کړ، د کانکور امتحان یې ورکړ، د نتایجو له اعلان وروسته خبره شوه چې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته کامیابه شوې ده.

صبري اندړ د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه فارغه ده او اوس په یوه شخصي پوهنتون کې د ماسټري دورې په زده کړو بوخته ده.

اغلې اندړ چې د لوړو زده کړو وزارت حقوقي مشاوره هم ده، پښې یې په اووم ټولګي کې فلج شوې او اوس په وېلچر کې ګرځي.

هغه غواړي د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې کاندیده شي او هڅه به یې دا وي چې د نړۍ په سطحه یوه لایقه رهبره او سیاستواله شي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ: pa.azadiradio.com

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.

د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: