شاته

جمهوررئیس غني وايي د وزیرانو د استیضاح دلایل ناموجه دي

په هغه خبرپاڼه کې چې له ارګ نه خپره شوې ویل شوي چې ولسي جرګه د بودیجې د مصرفولو په اړه د وزیرانو د کړونو پوره خبره نه ده.

په خبرپاڼې کې راغلي دي چې ولسي جرګه باید د وزیرانو د استیضاح پروسه تر هغو وځنډوي چې پوره معلومات یې نه وي ترلاسه کړي.

جمهوررئیس د شنبې په شپه د ولسي جرګې د ادارې هیات او د کمسیونو د مشرانو سره وکتل او د وزیرانو د استیضاح په اړه یې ورسره خبرې وکړي.

غني وویل چې دی او اجرائیه رئیس حاضر دي چې د وزارتونو د فعالیتونو او د بودیجې د مصرفولو په اړه ولسي جرګې ته وضاحت ورکړي.

غني زیاته کړه که چیري د فساد او یا هم د سوء استفادې خبره وي نو درسته ده چې وزیران استیحضاح او برطرفه شي، خو د وزارتونو د جوړښت او د قراردادونو د څیړلو پخاطر، چې یوه مغلقه پروسه ده، باید چې وزیران سلب اعتماد نه شي.

جمهوررئیس زیاته کړې ده چې د کابینې تغیر به ګران تمام شي او که نوي وزیران وګمارل شي نو دا به ډیر وخت ونیسي ترڅو په کارونو بلد شي، مشکلات درک کړي او په وزارتخانو کې تحرک پیدا کړي.

د ولسي جرګې غړو نن په غوڅ اکثریت د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په ګډون د ملي یووالي د حکومت له دریو وزیرانو د باور رایه بیرته واخیستله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کار ټولینزو چارو، شهیدانو معلولینو وزیره میرمن نسرین اوریاخیله او د فواید عامې وزیر محمود بلیغ نن د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته د خپلو وزارتونو د انکشافي بودیجې د کم مصرف د عواملو د څرګندولو لپاره بلل شوي وو.

دغو وزیرانو په خپلو څرګندونو کې په کمه کچه د بودیجې د مصرف په باب وکیلانو ته بیلابیل دلایل وړاندې کړل، خو د ولسي جرګې غړو پرې قناعت ونه کړ او په پایله کې د بیا باور ترلاسه کولو لپاره هغوی ته صندوقونه کیښودل.

په هغه خبرپانې کې چې له ارګ نه خپره شوې ویل شوي دي چې د «اساسي قانون د ۹۲ مادې په اساس، د جمهوري ریاست له نظره د وزیرانو، په تیره بیا د بهرنیو چارو د وزیر، د استیضاح دلایل ناموجه [ناحقه] دي.»