شاته

طالبانو د کابل ښاروالۍ مېرمنې کارکوونکي د کار څخه منع کړي

د کابل ښار د طالبانو موقتي ښاروال یا مېیر د ښاروالۍ ښځینه کارکوونکو ته د بل امر پورې په کور د کښېناستلو امر کړی دی او د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن یا ډبلیو اېچ او مشر ټېډروس اېدونېم ګېبريېسس د ګل، دوشنبې، په ورځ په غېر اعلانیه سفر کابل ته ورسېدو.

د ډبلیو اېچ او مشر په ټوېټر کابل ته د رسېدو اعلان وکړو او ویې وېل د افغانانو د صحت تحفظ د هغه د ادارې دپاره ډیر زیات اهمیت لري. هغه وویل په دې لړ کې به د صحت د مرکزونو دوره کوي، د ډبلیو اېچ او افغان کارکوونکو سره به وينې او د طالبانو چارواکو سره به خبرې اترې کوي.

کابل نه د وي او ای اشنا څانګې خبریال وايي د طالبانو د صحت وزارت ویلي د ډبلیو اېچ او مشر به د طالبانو سره د ورلډ بېنک د مرستو د ځنډولو په باره کې هم خبرې کوي.

د طالبانو د ثقافت او اطلاعاتو د کمېشن غړي احمدالله واسق ویلي ښاغلی ګېبریېسس به د طالبانو وزیراعظم ملا حسن اخوند، د هغه نایب ملا عبدالغني برادر او د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي سره هم ویني.

د صحت د نړیوالې ادارې مشر په داسې حال کې د افغانستان سفر کوي چې د وسایلو د کمي له امله په ملک کې د دوه زرو نه زیات د صحت مرکزونه تړل شوي دي.

د کابل نوی ښاروال، مېیر

بلخوا د کابل د ښاروالۍ ښځې کارکوونکي د کار نه منع کړي شوي دي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه ښځو کارکوونکو ته د کار په اړه هدایات د کابل موقتي ښاروال یا مېیر د اتوار، يکشنبې، په ورځ جاري کړل او ویې وېل یوازې هغه کارکوونکي کار ته تللی شي چې د دوی کار سړي نشي کولی.

د مېرمنو حقونه او طالبان

ای پي وايي په ورستیو ورځو کې طالبانو یو شمېر داسې ګامونه اعلان کړي چې ترمخه یې د مېرمنو هغه حقونو لمنځه تللي دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې ترلاسه کړي وو.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشت والي هم تشویش څرګند کړی دی.

که څه هم طالبانو ویلي وو چې د افغانانو د بنیادي حقونو احترام به کوي خو ای پي په خپل رپورټ کې وايي طالبانو د مېډل او هايي سکول جېنکو ته ویلي چې لا دې سکولونو ته نه ځي خو د دغو درجو هلکانو د تېرې هفتې راهسې سکولونو ته تګ شروع کړی دی، په یونېورسټېو کې هلکان او جېنکۍ زدکونکي د یو بل نه د جدا کښېناستلو امر جاري کړی شوی دی او طالبانو جېنکو ته ویلي چې اسلامي لباس به اغوندي.

د مېرمنو وزارت

په کابل کې مېرمنو د طالبانو د واکمنۍ په ضد یو شمېر مظاهرې کړي دي
په کابل کې مېرمنو د طالبانو د واکمنۍ په ضد یو شمېر مظاهرې کړي دي

د جمعې په ورځ طالبانو د مېرمنو د چارو وزارت وتړلو او د وزارت چارې یې د نهې عنعل منکر څانګې ته وسپارلې. دغه څانګه د شریعي قوانینو د عملي کولو مسولیت په غاړه لري. د اتوار، يکشنبې، په ورځ یو شمېر مېرمنو د تړل شوي وزارت مخې ته مظاهره وکړه او په ټولنیز ژوند کې د مېرمنو د شاملولو غوښتنه یې وکړه.

د مېرمنو احتجاج

ای پي وايي د مېرمنو د وزارت مخې ته مظاهر قریباً لس منټه پس د یو سړي سره د جګړې وروسته ختمه شوه او دغه ښځې په خپلوموټرو لاړلې. په دوو نورو موټرو کې ناستو طالب وسله والو د مظاهرې څارنه کوله. رپورټ وايي په تېرو څو ورځو کې طالبانو د مېرمنو ګڼې مظاهرې په زور ختمې کړي دي.

ای پي په خپل رپورټ کې په یو کور کې د 30 مېرمنو د خبري کانفرنس ذکر هم کړی، چې د یو کور په تهه خانه کې و او پکې د نورو ترڅنګ د مېرمنو د حقونو فعالې مارضیه احمدي هم وېنا وکړه. اغلي احمدي چې حکومتي کارکوونکی وه خو اوس په کور کښېنول شوي، وویل طالبان دې ښځې هم په ټولنیز ژوند کې برخه اخیستلو ته پرېږدي. "مونږ دوی ته وېل غواړوو چې مونږ هم هغه حقونه لروو چې دوی یې لري." ای پي وايي د خبری کانفرس په موقع زیاترو ښځو ووېل که چېرې موقع په لاس ورغله نو ملک نه به ځي.

د طالبانو د کابل موقتي ښاروال یا مېیر حمدالله نعماني د ښاروال په توګه د ګمارل کېدو نه پس د اتوار، يکشبنې، په ورځ په لومړي خبري کانفرنس کې وویل چې د ښاروالۍ مېرمنو کارکوونکو ته وېل شوي چې د دویم امر پورې دې په کور کښېني.

هغه وویل هغه مېرمنې خپله وظیفه جاري ساتلی شي چې کار یې سړي نشي کولی لکه د مېرمنو د تشنابونو پاملرنه>

ښاغلي نعماني وویل طالبانو په واک کې د راتلو په وخت د کابل په ښاروالۍ کې 3000 کارکوونکوی دنده ترسره کوله چې پکې د دریمې برخې هم کمې مېرمنې وې.

د ای پي د رپورټ ترمخه، نعماني دا و نه وېل چې په څومره تعداد کې مېرمنو ته د امر ثاني پورې په کور د کښېناستو امر شوی دی.

طالبان او د افغانستان اقتصادي صورتحال

ای پي په خپل رپورټ کې لیکلي چې د اقتصادي مشکلاتو یوه نخښه په کابل کې دا لیدل کېږي چې خلکو د خپل کور شیانو به خرڅولو شروع کړې ده. د رپورټ ترمخه ځینې خلک ملک نه د وتلو دپاره نو ځینې د بل وخت ډوډۍ پېدا کولو دپاره د خپل کور شیان خرڅوي
ای پي په خپل رپورټ کې لیکلي چې د اقتصادي مشکلاتو یوه نخښه په کابل کې دا لیدل کېږي چې خلکو د خپل کور شیانو به خرڅولو شروع کړې ده. د رپورټ ترمخه ځینې خلک ملک نه د وتلو دپاره نو ځینې د بل وخت ډوډۍ پېدا کولو دپاره د خپل کور شیان خرڅوي

ای پي وايي د طالبانو دپاره ټر ټولو لوی مشکل د افغانستان خراب اقتصادي صورتحال دی او طالبانو د واک نه وړاندې هم افغانستان د غربت، وچکالۍ او په خارجي امداد په شان د یو شمېر درنو مسلو سره مخامخ و.

ای پي په خپل رپورټ کې لیکلي چې د اقتصادي مشکلاتو یوه نخښه په کابل کې دا لیدل کېږي چې خلکو د خپل کور شیانو به خرڅولو شروع کړې ده. د رپورټ ترمخه ځینې خلک ملک نه د وتلو دپاره نو ځینې د بل وخت ډوډۍ پېدا کولو دپاره د خپل کور شیان خرڅوي.

د وي او ای اشنا خبریال لیکلي د ډبلیو اېچ او مشر ټېدروس اېدهونېم ګېبريېسس د ملګرو ملتونو دویم لوړ پوړی چارواکی دی چې په تېره یوه هفته کې دننه د افغانستان سفر کوي.

د هغه مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو د خېر ښېګړې ادارې یو اېن اېچ سي ار مشر فلېپو ګرېنډي د افغانستان دوره کړې وه.

ښاغلي فلېپو په نړیواله ټولنه غړ وکړو چې د ملک دننه بې کوره شویو افغانانو او د ملک نه بهر افغان کډوال سره دې په بېړنۍ توګه مرسته وکړي.