شاته

انګلنډ هم پاکستان ته د خپل کرکټ د ټیمونو سفر لغوه کړ 

د انګلنډ کرکټ بورډ اعلان کړی چې پاکستان ته یې خپل د نارینوو او ښځو د کرکټ ټیمونو سفر لغوه کړی دی.

د انګلنډ کرکټ بورډ ویلي دي چې «سیمې ته د سفر په اړه اندېښنې» موجودې دي.

د انګلنډ کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ سپتمبر۲۰ (وږي۲۹) په خپل ټویټر کې دا اعلان کړی او اعلامیه یې خپره کړې ده.

په اعلامیې کې راغلي‌دي چې د انګلنډ کرکټ بورډ په خپلې غونډه کې په پاکستان کې د خپلو لوبډلو د سیالیو په اړه بحث وکړ او« موږ تائیدو چې بورډ په زړه نازړه توګه دا پرېکړه وکړه چې د اکتوبر لوبو لپاره د خپلولوبډلو (نارینوو او ښځو)د لیږلو څخه لاس په سرشي.»

په اعلامیې کې راغلي‌ دي چې د انګلنډ د لوبغاړو او اداري کارکوونکو «ذهني او فزیکي حالت لومړیتوب دی.... او موږ پوهېږو چې سیمې ته د سفر په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي او باور لرو چې وړاندې تګ به په لوبډلې فشار نور هم زیات کړي».

وايي د کرونا له کبله روان وضعیت د لوبغاړو په روان باندې هم اغیز کړی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي چې د انګلنډ کرکټ بورډ دغې پرېکړې خواشیني کړي ‌دي. د کرکټ بورډ مشر رمیز راجا په خپل ټویټر کې لیکلي دي‌ چې «انګلنډ په خپلې ژمنې»‌ کې پاتې راغی.

هغه لیکلي دي چې «پاکستان به له دغه حالت څخه وځي او دا د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره د بیدارۍ غږ دی چې د نړۍ غوره ټیم شي.»

د انګلنډ تر پرېکړې مخکې نیوزیلنډ هم په پاکستان کې خپلې لوبې لغوه کړې. د نیوزیلنډ لوبډله پاکستان ته تللې وه خو څو ورځې مخکې د لوبې د ورځې په سهار یې اعلان وکړ چې د امنیتي اندېښنو له کبله له پاکستان سره لوبې نه کوي او خپله لوبډله وباسي.

پاکستان د نیوزیلنډ دا پرېکړه غندلې وه.