شاته

پاکستان او کېنېډا د افغانستان په اړه خبرې کړي

پاکستان وايي په افغانستان کې ټولشموله حکومت غواړي او د افغانستان د راتلونکې په اړه د ګاونډيو او نورو هېوادونو سره په رابطه کې دی او په دغه لړ کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر د کېنېډا د خپل سيال سره خبرې کړي دي.

د کېنېډا د خارجه چارو وزير سره په ټيلفيوني خبرو کې شاه محمود قريشي ويلي چې پرامن افغانستان د پاکستان او سيمي د پاره ډېر اهميت لري.

د پاکستان سرکاري ميډيا د کېنېډا د خارجه چارو وزير مارک ګارنيو په افغانستان کې د پاکستان د سيمه ييزو هلو ځلو او د امدادي سامان وړلو د پاره د راهدارۍ په ګډون د پاکستان لخوا د بشري خواخوږۍ د کوششونو هم يادونه وکړه.

د پاکستان د خارجه چارو وزير شاه محمود قرېشي په ټيليفوني خبرو کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت او د بېن الاقوامي ټولنې لخوا په افغانستان کې د معاشي و بشري مرستو په ورکولو په اهميت زور راوړی دی.

څيړونکي وايي د پاکستان د خارجه چارو وزير دا خبرې په داسې مهال کړې چې پرې د طالبانو د مرستې تورونه لګي.

څيړونکی او د پېښور پوهنتون د سيمه ييزو چارو مشر ډاکټر سرفراز خان وايي د حقاني ډلې غړي د پاکستان لاس پوسي دي او په موجوده د طالبانو په کابينه کې د دوی ګڼ شمېر غړي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "زما خيال دی طالبان داسې ټولشموله حکومت غواړي چې کابينه کې يو کس هزاره، يو نورستانی او تاجک شامل کړي او هغې ته به ټول شموله حکومت اووايي".

ډاکټر سرفراز زياته کړه سم ټول شموله حکومت به داسې وي چې د ټاکنو د لارې راشي خو دا نه ګڼې چې طالبان دغې ته اماده شي.

ډاکټر سرفراز زياته کړه طالبانو ته دا وخت د پېسو ضرورت دی دغه پېسې پاکستان سره نشته او غواړي چې د ټول شموله حکومت په نوم يې نړۍ په رسميت وپيژني او امداد يې وکړي خو که داسې ونشي نړيوال به يې پړه په پاکستان وراچوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي د طالبانو له مشرانو سره یې په افغانستان کې د داسې یو حکومت جوړولو په اړه خبرې پیل کړي دي چې د دې هېواد ټول اړخونه پکې برخه ولري خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

عمران خان د شنبې يا خالي په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له مشرانو خصوصاً د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره یې د افغانستان په اړه اږدې خبرې کړې دي:

"ما د یو ټول ګډ‌ حکومت جوړېدو په خاطر په افغان حکومت کې د تاجک، هزاره او ازبک قومونو د شاملېدو لپاره له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي دي".

عمران خان په دې اړه نور تفصیلات نه دي ورکړي چې د طالبانو له مشرانو سره یې په قطر او که په کابل کې خبرې پیل کړې دي او نه یې دا ویلي چې دا خبرې ورسره پخپله دی کوي او که د بل چا له لارې به یې ورسره کوي.