شاته

په افغانستان کې خوراکي او سونګ مواد په بیساري ډول قیمت شوي

په افغانستان کې په دې وروستیو کې د خوراکي موادو، تیلو او ګازو قیمتونه لوړ شوي او یو شمېر عادي افغانان د دغو قیمتونو کنترولول غواړي.

راپورونه وايي چې په افغانستان کې د اوړو «یوه پنځوس کیلويي بوجۍ له ۱۸۰۰څخه ۲۲۰۰او د شل کیلوييغوړیو قیمت له ۱۹۰۰ څخه ۲۳۰۰ افغانیو» ته پورته شوی دی.

همدغه راز اوس مهال په کابل کې یو کیلو ګاز په ۷۵ افغانیو پلورل کیږي، چې یوه اونۍ مخکې په شاوخوا ۶۰ افغانیو پلورل کیده. همداشان د یو لیټر پټرولو بیه هم د تیرې اونۍ پرتله څلور افغانۍ زیاته شوې ده.

د قیمتونو د لوړوالي ‌علتونه

پانګوال وايي چې له بهر څخه افغانستان ته واردات کم شوي او له همدې کبله په داخلي مارکیټونو کې قیمتونه لوړ شوي دي. د افغانستان په جنوب کې د سوداګرۍ خونه وايي چې دامهال یوازې د پاکستان د کراچۍ په بندر کې په تجارتي‌ توکو بار دافغان پانګوالو ۱۵۰۰کانټينره ولاړ دي.

حاجي‌ منور یوه له هغو افغان پانګوالو څخه دی چې لسګونه کانټينره تجارتي مالونه یې په بیلا بیلو بندرونو کې بند پاته دي. هغه وايي چې تجارتي‌ کمپنیو ته د پيسو د نه رسیدو په وجه یې دا مالونه هلته بند پاتې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي چې د تیلو او ګازو د بیو د لوړېدو یوعلت د ایران او افغانستان ترمنځ سرحد کې تخنیکي ستونزې دي، چې له امله له ایران څخه افغانستان ته د تیلود ټانکرونو د اوړېدلو بهیر ورو شوی و.

هغه وویل چې د سوداګرو او پانګوالو د استازو سره په دې مسئله په تفصیل خبرې شوې او پریکړه شوې، چې د تیلو ټانکرونه دې پرته له نوبت څخه افغانستان ته پریښودل شي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه چې یو بل علت چې افغانستان ته د سونګ توکو د انتقال بهیر یې ټکنی کړی، بهر ته د پېسو او کریډټ انتقال دی چې دا مهال له افغانستان څخه څه ناڅه مشکل دی.

هغه زیاته کړه: "دوهم علت دا و چې دغه مالونه چې مونږ اخلو په خارج کې ترانسفر لیټرونه نه اجرا کیږي یو تعداد خریدارۍ شوي دي، یو څه پیسې شل فیصده لیږل شوي دي اتیا فیصده یا اوه فیصده نورې هم باید ورولیږو. دا خصوصآ د شمال له لارې د ازبکستان سره ترکمنستان او قزاقستان سره لیټر اف کریډیت نه انتقالیږي نو دغه هم یو څه مشکل په کې راغلی وو."

د افغانیو د ارزښت کمېدل

د دې سربیره د تیرې انۍ پرتله افغانستان کې د ډالرو بیه هم لوړه شوې او نن د یکشنبې په ورځ یو امریکايي ډالر په ۸۵ افغانیو او ۸۶ پولو تبادله کیده.

د بانکونو چارواکي وايي ډالرو بیه په نړیواله کچه لوړه تللې ده چې په افغانستان کې یې هم د افغانۍ په ارزښت اغیزه کړې ده.

بلی خواته ځینو سوداګرو په افغانستان بانک هم نیوکه لري چې سوداګریزو شرکتونو ته یوازي د ۲۵۰۰۰ډالرو د ورکړې پرېکړه کړې ده. د وچي او تازه مېوو یو سوداګر حاجي عبدالاحد وایې چې د وروستیو تحولاتو څخه وړاندي‌ د دوی میلیونونه ډالر بانګونو ته تللي او د افغانستان بانک یې په حق کې ناعادلانه پرېکړه کړېده.‌

د ستونزو حل لارې

ښاغلی الکوزی په دې باور دی چې تر څو د افغانستان بانک له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د بانک له لارې د پیسو د انتقال ستونزه حل نه کړي، افغانستان ته به د مالونو او موادو د انتقال ستونزې به هم تر ډیره وخته په خپل حال وي.

ښاغلي الکوزي وویل چې د طالبانو اسلامي امارت د مالیې وزارت او هم د افغانستان بانک سره خبرې شوي او هغوی د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د رهبرۍ غړی احمد ضیاء شینوزاده وايي، مرکزي بانک په یوه کړنلاره باندې کار کوي چې ورسره به خصوصي بانکونه سوداګرو ته د ډیرو پیسو د ایستلو امکانات برابر کړي.

ښاغلی شینوزاده وویل: "د بانک لپاره داسې میکانیزم جوړ کړی دی چې اوس د اونۍ ۲۰۰ ډالر او یا ۲۰۰۰۰ افغانۍ هرڅوک واخلي. اوس په یو میکانیزم کار روان دی، چې کتګوري ورته برابرې کړي."

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې دغه چارواکی وايي په ولایتونو کې خصوصي بانکونو فعالیت د دې له امله هم ځنډیدلی دی، چې افغانستان بانک په ولایتونو کې لا بشپړ فعالیت نه دی پیل کړی.