شاته

د کابل د بوش بازارته اوس لږ خلک سودا اخیستو ته ورځي

د کابل په یوه تور بازار کې چې د بوش د بازار په نامه شهرت لري له امریکايي پوځیانوترلاسه شوي شیان خرڅیږي.

دغه بازار له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو شاوخوا درې اونۍ وروسته له مشتریانو تش معلومیږي.

دغه بازار چې د ګېټرود دغیرالکولي مشروباتو،پوځي‌ بوټونو او خوراکی موادو له کریټونو ډک و، د بهرنیانو لپاره د سودا د اخیستو په زړه پورې ځای ګڼل کېده.

د شاکرالله په نامه یوه دوکاندار رویټرز ته وویل" کله چې په افغانستان کې امریکایان موجود و، دلته راتلل او له مونږ څخه یې ډیرشیان اخیستل.اوس د امریکايي شیانو ډیر لږ خرید او فروش ترسره کیږي."

امریکايي پوځیان د اګست د میاشتې په دیرشمې له افغانستان څخه په بشپړ ډول ووتل، د دوی د وتلو بهیر له بې نظمۍ سره مل و او د تخلیې د عملیاتو په بهیر کې دیارلس امریکایي عسکر او له سلو زیات افغانان ووژل شول او اوس هم په زرګونو افغانان او په دغه هیواد کې یو شمیر پاتې امریکايان غواړي چې له افغانستان څخه ووزي.

د جعفر په نامه یوه بل دوکاندار چې کمرې، ساعتونه ګوشکۍ او عینکې خرڅوي وویل، ډیر هغه کسان چې ددغو شیانو د اخیستو وس یې درلود له هیواده وتلي دي. هغه وویل " په دې ورځو کې فروشات بیخي په ټپه ولاړ دي. خلک پیسې نه لري، پیسه داره خلکو وطن پرې ایښی او مونږ مشتریان نه لرو."

د بوش بازار ، افغانستان ته د امریکایانو له راتګ سره سم پرانیستل شو. ویل کېدل چې په ۱۹۸۰ مو کلونو کې کله چې افغانسان د پخواني شوروي له خوا اشغال شوی و، دې بازار ته ورته بازار موجود و چې د برېژنف د بازار په نامه مشهور و او زاړه روسي شیان په کې خرڅېدل.