شاته

څېړونکي: نړیواله ټولنه دې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د چین د بشري حقونو په اړه خبرې وکړي 

د ملګرو ملتونو رارونه جاېزه غونډه د چين د بشري حقونو په ريکارډ رڼا اچوي او د دې جاېزه اخلي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې مېشل باچيلې ويلي دفتر يې د يو داسې رپورټ په پوره کولو بوخت دی چې د چين د بشري حقونو دسرغړونې په اړه ډېر جدي دی چې وګوري د چين په سينکيانګ سيمه کې څه روان دي؟

دا رپورټ په داسې وخت کې خورېدونکی چې چين د ملي بشري حقونو ايکشن پلان 2021-25 لا تر مخه اعلان کړی.

اغلې باچيلې وايي “په افسوس سره وايم زه د خپلو هغه کوښښونو هيڅ په پته پوهه نه شوم چې وتوانېږم د سينکيانګ ويغور ازادې سيمې ته څه نتيجهراوړونکو رابطو ته لاس رسی ولرم”. او وايی په دې اړه د رپورټ کار پايې ته رسېدونکی دی او ژر به يې د نورو سره شريک کړي.

په ميونخ کې د ويغور نړيوال کانګرس د پروګرام او ايډوکيسي مشر زومرېتی ارکېن ګڼي دا رپورټ په داسې وخت کې راځي چې درې کاله وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هاي کمېشنر چين ته په سرکاري توګه خواست کړی و چې يادې سيمې ته دې ورته د لاس رسی اجازت ورکړی شي.

ښاغلی ارکېن وايي “دا به د ملګرو د بشري حقونو د څانګې وړومبی رپورټ وي خو دا به يو سېوايي جاېزه وي چې اډانه به يې هم هغه رنګ د ملګروملتونو په رپورټونو، طريقه کار او لوظنامو وي.

دغه ازادې ادارې د سينکيانګ د بشري حقونو په حقله انديښنې څرګندوي او هيومن رايټس واچ او ايمنېسټي انټرنيشنل خو وايي بيجينګ دغلته دبشري حقونو بشپړه ياېمالي کوي او پخپله خوښه يې د يو ميلين نه ډېر ويغور او نور لږکي مسلمانان په پوځي بيګار کيمپونو کې ساتي او د نور ويغور خلکود څار يوه ځانګړې طريقه لري.

چين دا هر څه ردوي او د ځان خلاف يې د غربي نړۍ او اقتصادي قوتونو يوه پروپېګنډه بولي او وايي څه چې غرب د بيګار کيمپونه وايي دا په اصل کې دې خلکو ته هنر او پوهه ورکولو مرکزونه دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر غواړي د دوی يو ټاکلی ټيم بايد لاړ شي په ياده سيمه کې څو ورځې تېرې کړي چې د عامو خلکو سره د بيلا بيلو ادارواو اړينو څانګو سره د نزدې نه ليدل وکړي او جاېزه واخلي خو دغه غوښتنه يې لا چين نه ده منلې.

د چين د خارجه چارو وزارت وياند وانګ وېنبېن په مارچ کې ميډيا ته ويلي وو چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هاي کمېشنر د سياسي دباو ښکارشوې او د چين خلاف بې بنياده او غلط معلومات خوروي.

سينکيانګ چين

د وزارت وياند ويلي “مونږ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د هاي کمېشنر دفتر د سينکيانګ د دورې هرکلی کوو او په دې اړه دواړه خواوې په رابطهکې يو. خو د دورې مقصد د همکارۍ او تبادلې پکار دی نه چې د چين خلاف کومې پلټنې پيل کول ځکه چين خو د مخکې په دې تورن کړل شوی. مونږ د داسې سياسي ککړولو په کلکه مخالفت کوو چې چين له زور ورکوي”.