شاته

چین او پاکستان په افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه کړې

د شېنګايي کواپرېشن ارګنایزېشن یا د همکارۍ شېنګايي تنظیم د غړو ملکونو د سرمشرانو د جمعې په ورځ غونډه کې چین او پاکستان د طالبانو نه وغوښتل چې په افغانستان کې دې ټول شموله حکومت جوړ کړي.

په تاجکستان کې د اېس سي او د سر مشرانو غونډه په داسې وخت وشوه چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا او د صدر اشرف غني د ملک نه د وتلو وروسته په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یوه میاشت پوره شوي ده.

د ملک د انتظام دپاره طالبانو 33 کسیزه موقتي کابینه اعلان کړې ده.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په کابینه تنقید کړی چې ټول شموله نه ده او مېرمنې پکې نمایندګي نه لري.

عمران خان
عمران خان

د وي او ا ی د رپورټ ترمخه، د اېس سي او غونډې ته وېنا کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان وویل طالبان دې د داسې ټول شموله حکومت جوړولو خپل لوظونه پوره کړي چې "ټول قومونه پکې نمایندګي لري."

عمران خان وویل ټول شموله حکومت د " افغانستان د ثبات دپاره ضروري دی. د ټولو افغانانو د حقونو د احترام دپاره هم دا ضروري دی او دا یقیني کولو دپاره هم ضروري دی چې افغانستان بیا د ترهګرو پناه ځای جوړ نشي."

عمران خان دا هم وویل د افغانستان د ګاونډیو ملکونو دپاره دا د "راحت وړ" خبره ده چې د هغه په قول په کابل کې د اقتدار انتقال په پرامنه ډول ترسره شو، خون رېزي ونشوه، خانه جنګي ونشوه او په لویه شمېره کې افغانان بې کوره نشول.

ولادېمیر پوټن
ولادېمیر پوټن

د وي او ای د رپورټ ترمخه د روس صدر ولادېمیر پوټن هم د عمران خان به څیر خبره وکړه او ویې وېل چې په افغانستان کې د حکومت بدلېدل وينې د تویولو بغېر وشو چې د هغه په قول "بې شکه مثبته شېبه ده."

د روسي مطبوعاتو په قول ولادېمیر پوټن وویل د افغانستان نوي مامورین پکار ته چې "وهڅول شي چې امن راولي، ټولنیز ژوند معمول ته بوري او د هر چا دپاره امنیت یقیني کړي."

صدر پوټن طالبانو په دې خبره ټینګار وکړو چې نړیواله ټولنه دې د طالبان سره روابط وساتي او د افغانستان منجمد کړی شوي اثاثې ته بحال کړي.

د چین صدر شي جن پېنګ د وډیو دلارې د اېس سي او غونډې ته وېنا وکړه او په طالبانو یې غږ وکړو چې د ترهګرۍ مخنیوي دې وکړي. هغه افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه او نورو یې هم وغوښتل چې افغانستان سره دې کومک وکړي.

د چینايي مطبوعاتو ترمخه شي د اېس سي او غونډې ګډون والو نه وغوښتل چې په افغانستان کې د امن په پرمختګ کې دې مرسته وکړي، د ټول شموله سیاسيت جوړښت په برابرولو کې دې رهنمايي وکړي، د کوردننه او په خارجه کچه د عقلندۍ او معتدلو تګلارو کې دې مرسته وکړي، د ترهګرۍ خلاف جنګ کې دې د افغانستان مرسته وکړي او د نورو ګاونډي ملکونو سره دې په امن کې ژوند وکړي.

د امریکې خارجه وزیر هم ویلي د طالبانو موقتي کابینه ټول شموله نه ده.

وزیر اېنتني بلېنکن ویلي د طالبانو موقتي حکومت د ټول شمولیت په لړ کې د نړیوالې ټولنې توقعات نه پوره کوي "یو داسې حکومت چې په پراخه کچه یې د افغان ولس نمایندګي کړي وی...چې مېرمنې پکې شاملې وی."

د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې کانګرس په یوه اورونه کې وویل د طالبانو په کابینه کې ګڼ شمېر داسې کسان دي چې د جنجالي ماضي لري. د طالبانود کابینې د ځینو غړو نومونه د امریکې او د ملګرو ملتونو په تور فهرست کې شامل دي.

خو د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي په کابینه یې تنقید د سیاسي مقاصد دپاره کیږي او حکومت یې په "مکمله توګه ټول شموله" دی، د افغانانو د بنیادي حقونو تحفظ به کوي او افغانستان خاوره به د نورو ملکونو په ضد د ترهګرۍ استعمال ته نه ورکوي.

شي جن پېنګ
شي جن پېنګ

د اېس سي او د غونډې ګډون والو وویل په افغانستان کې د انساني کرکېچ د مخنيوي او په اقتصادي توګه ملک د تباهۍ نه بچ کولو دپاره طالبانو سره روابط ساتل ضروري دي.

د وي او ای رپورټ وايي چین او نور ملکونو د امریکې نه غوښتلي چې افغانستان د هېرولو په ځای دې ورسره مرسته وکړي.

د رپورټ ترمخه امریکې او نورو مغربي ملکونو افغانستان سره د یو اشاریه دوه بېلین ډالرو امداد اعلان کړی خو طالبانو سره په سفارتي کچه د ښکېلیدو نه وړاندې دغه هېوادونه انتظار کوي چې ایا طالبان به د انساني او په خصوصي توګه د مېرمنو د حقونو احترام وکړي او د ترهګرۍ مخه نیوی به وکړي او که نا؟

نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف او ورلډ بېنک ویلي افغانستان یې مالي وسایلو ته رسايي نشي لرلی چې له امله یې په افغانستان کې ترقیاتي منصوبې ودرېدلي دي.

د اېس ايي او د غونډې په څنډه کې د چین، روس، ایران او پاکستان خارجه وزیرانو په افغانستان خپل منځو کې خبرې وکړې.

مولوي امیرخان متقي
مولوي امیرخان متقي

د دغې غونډې په مشترکه اعلامیه کې ووېل شو چې افغانستان سره دې په بېړنۍ توګه اقتصادي او بشري مرستې وکړی شي.

پاکستان، چین، هندوستان، قزاقستان، قرغزستان، روس، تاجکستان او ازبکستان د شېنګايي کواپرېشن تنظیم غړي ملکونه دي. افغانستان په دې تنظیم کې د مبصر حېثیت لري خو د جمعې د ورځې غونډه کې ورته د شرکت بلنه نه وه ورکړی شوي.