شاته

روسیې او چین له طالبانو سره د مرستو لپاره لیوالتیا څرګنده کړه 

د روسیې او چین ولسمشرانو نن جمعه سپتمبر ۱۷ (وږي۲۶)په تاجسکتان کې د شانګهای د همکاریو د سازمان په غونډه کې د طابانو له ډلې سره مرستو ته لیوالتیا وښوده.

د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین چې د ویدیو کنفرانس له لارې دغه کنفرانس ته غږېده وویل چې مسکو باید د طالبانو له حکومت سره کار وکړي. ښاغلي پوتین د نړۍ له قدرتونو څخه وغوښتل چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د پرېښودو په اړه پرېکړه وکړي او که داسې ونکړي، د هغه په خبره طالبان به د نشه يي‌ توکو قاچاقو ته مخه کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو حکومت په نیویارک کې د افغانستان بانک میلیاردونه ډالر کنګل کړي دي. د پېسو نړیوال صندوق هم افغانستان ته د ۴۵ میلیون ډالرو ورکول ځنډول دي، د پلان له مخې دا پېسې باید همدا اونۍ افغانستان ته سپارل شوې وای.

جرمني‌ هم اعلان کړی دی چې له افغانستان سره ژمنې شوې ۳۰۰ میلیون ډالر به هغه هېواد ته انتقال نکړي.

ښاغلي‌ پوتین په خپلو خبرو کې وویل چې د شانهګای د همکاریو سازمان د روسیې او چین په مشرۍ باید دا مسئولیت په غاړه واخلي او ځان ډاډه کړي‌ چې طالبان د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاقونو په مخنیوي کې خپلې ژمنې عملي کوي.

خو هغه وویل چې د طالبانو اوسنی حکومت «همه شمول»‌ نه دی. مسکو ویلي دي‌ چې د طالبانو رسمیت پېژندلو کې بېړه نکوي.

قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، اوزبیکستان، ایران او پاکستان د شانګهای د همکاریو د سازمان غړي ‌دي.

د چین ولسمشر شي جینپنګ بیا په خپلو خبرو کې په افغانستان کې له دخیلو غاړو څخه وغوښتل چې ترهګري‌ ختمه کړي. هغه ژمنه وکړه چې افغانستان ته به ډېرې مرستې برابرې کړي.

د چین ولسمشر وویل چې طالبانو ته باید لارښوونه وشي چې «همه شمول» وي او معتدلې بهرنۍ او کورنۍ تګلارې غوره کړي.

چین ویلي دي چې امریکا هم باید له افغانستان سره اقتصادي او بشري مرستې وکړي.

تېره اوونۍ په سویس کې نړیوالې ټولنې د افغانستان له خلکو سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو بشري مرستې اعلان کړې. دا بشري مرستې به د ملګرو ملتونو او نورو خیریه ټولنو له لورې په اړمنو افغانانو وېشل کیږي.

ملګري ملتونه وايي دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۸ میلیون خلک بشري‌ مرستو ته اړتیا لري.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او دوې اوونۍ مخکې یې حکومت اعلان کړ چې «همه شمول» نه بلل کېږي.