شاته

آیا د طالبانو په رهبرۍ کې اختلافات پیدا شوي؟

سره لدې چې مطبوعاتو پدې تیرو څو ورځو کې د طالبانو په رهبرۍ کې د اختلافاتو خبرونه ورکړي او د طالبانو د سرپرستې کابینې د مرستیال ملا عبدالغني برادر غیابت یې د دې اختلافاتو ښکاره نښه ښودلې، خو ښاغلي برادر په یوې لنډې مرکې کې دا اختلافات رد کړیدي.

برادر د ملت غږ راډیو سره په مرکې کې چې د کاغذ له مخې ځوابونه ورکول او داسې ښکارېدل چې دا ځوابونه له مخکې لیکل شوي وو. هغه د خپلې روغتیا او د طالبانو تر منځ د "ترحم او شفقت"خبره کوي او مطبوعات یې د آوزاو په خپرولو تورن کړل.

خو د طالبانو د ځینو غړیو په غږیزو پیغامونو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي، داسې څرګندیږي چې ګواکې ملا برادر د حقاني شبکې د مشرانو سره په ارګ کې د لفظي شخړو نه وروسته کندهار ته تللی و د قطر د بهرنیو چارو د وزیر سره په ملاقات کې د طالبانو د سرپرستې کابینې مرستیال حضور نه درلود.

طالبان په څه شي اختلاف لري؟

یو شمیر کارپوهان پدې اند دي چې د حقاني شبکه چې ځان د طالبانو د جګړې تر ټولو فعاله ډله بولي، ادعا لري چې په واک کې باید ډیره برخه ورکړل شي او هڅه کوي چې د دې ډلې سیاسي څانګه، په ځانګړي توګه ملا برادر چې د تیرو څو کالونو راپدیخوا د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو سره په خبرو اترو بوخت و، څنډې ته کړي.

په بریتانیې کې میشت د سیاسي چارو مبصر سید زمان هاشمي د واک پر سر د طالبانو تر منځ د اختلافاتو په هکله وایي، " په افغانستان کې د جګړې ډیره برخه د حقاني شبکې له لوري‌ په مخ وړل کېده او د افغانستان د امنیتي ځواکونو او بهرنیانو په خلاف تر ټولو پیچلي عملیات د همدې شبکې وسله والو کول. د کابل په ګډون د نورو غټو ښارونو په نیولو کې هم دې شبکې د نورو طالبانو په پرتله مخکښ نقش درلود. هغوي د ښارونو په نیولو کې چټک عمل کاوه. داسې هم ویل کیږي چې د کابل ټول ښار د حقاني شبکې په لاس کې دی او همدوي یې کنټرولوي. "

ښاغلي هاشمي همدارنګه وویل چې د حقاني شبکه په تیرو شلو کالونو کې د ځانمرګو بریدونو او نورو چاودنو اصلي طرحه جوړونکې وه. د هاشمي په وینا د پاکستان استخباراتي ادارې د دې شبکې غړي روزلي، مالي مرستې یې ورسره کړي او وسلې او مهمات یې ورته ورکړي. د هاشمي په وینا د حقاني شبکه ځان د جګړې د ډګر ګټونکې بولي او ځان د صدارت د څوکۍ مستحق بولي او د ملابرادر په ګډون د نورو غاړو برخه کمه بولي.

په جګړې کې د نقش او برلاسیتوب تر څنګ د پښتنو قومونو تر منځ داخلي اختلافات او د پاکستان د استخباراتو د ادارې لاسوهنه د دې سبب شوه چې د طالبانو لخوا د سرپرستې کابینې اعلان څو اوونۍ وځنډیږي او بلاخره د پاکستان د استخباراتو د مشر فیض حمید په منځګړتوب داسې ښکاري چې په ظاهره توګه د طالبانو تر منځ اختلافات پای ته ورسیدل او سرپرسته کابینه اعلان شوه.

خو بل پلو بیا د پاکستان حکومت دا ادعاوې رد کړي چې ګواکې د نظامي استخباراتو مشر کابل ته د طالبانو تر منځ د اختلافاتو د حل او د سرپرستې کابینې د تشکیل په برخې کې د مرستې لپاره تللی و.

قومي اختلافات

یو شمیر نور مبصرین بیا د پاکستان د پوځي استخباراتو د لاسوهنې تر څنګ، د طالبانو تر منځ د قومي اختلافاتو خبرې هم کوي. دوي په ځانګړي توګه وایي چې د درانيانو او غلجیانو تر منځ اختلافات د طالبانو د رهبرۍ په شورا کې درز پیدا کړی.

په کابل کې د سیاسي چارو یو مبصر چې د امنیتي دلایلو په خاطر یې نه غوښتل پدې راپور کې یې نوم یاد شي، د واک پر سر د پښتنو دننه اختلافات یې د طالبانو د مشرانو تر منځ د درز عامل یاد کړ او زیاته یې کړه چې طالبانو او د پښتنو ټول سیاسي ګوندونه ځانونه یا د درانیانو او یا د غلجیانو پورې تړي او هره یوه یې ځان د مشرۍ وړ بولي.

ها خوا په بریتانیې کې د نړیوالو چارو مبصر عبدالمجید سکندري امریکا غږ ته وویل چې طالبان د پاکستان په لاس جوړه شوې یوه شبکه ده او د هغه هیواد استخباراتو پورې اړه لري. دی وایي پاکستان تل هغو طالبانو ته ډیره توجه کړې چې د نورو په پرتله ډیر سخت دریځه وي.

ښاغلي سکندري همدارنګه وویل چې پاکستان د طالبانو د قومي جوړښت څخه ګټه اخلي. هغه وایي که د طالبانو کوم رهبر د پاکستان غوښتنو ته سر ټیټ نه کاندي، ښایي د یوې بلې ډلې لخوا به وځپل شي.

د پاکستاني چارواکو لخوا د ملا عبدالغني برادر بندي کیدنه او هغه ته سپکاوي ته په اشارې، ښاغلی سکندري وایي چې هیڅوک ښایي دا ډول سپکاوی هیر نه کاندي. دغه سیاسي مبصر پخپلو خبرو کې وویل چې پاکستانیان او آی ایس آی چې څومره باور د حقاني په شبکې لري، په ملا عبدالغني برادر یې نلري.

ملا عبدالغني برادر په ۲۰۱۰ کال کې په پاکستان کې ونیول شو او تر ۲۰۱۸ کال پورې د هغه هیواد د نظامي استخباراتو په زندان کې بندي و. وروسته بیا د متحده ایالاتو تر فشار وروسته ښاغلی برادر راخوشې شو او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شو.

د طالبانو دوه نسلونه

د واک او سرچینو ویش، بهرنۍ لاسوهنه او د طالبانو د لومړي او دویم نسل تر منځ عنعنوي توپیر هغه موضوعات دي چې د ځینو مبصرینو په باور د طالبانو تر منځ د اختلافاتو نور موادر بلل کیدی شي.

په متحده ایالاتو کې میشت د سیاسي چارو مبصر ادریس رحماني پدې اند دی چې د طالبانو هر یو مشر د سرچینو او واک په ویش کې ځان تر بل چا ډیر مستحق بولي. دی په طالبانو کې د بهرنیو هیوادونو او په ځانګړي ډول د پاکستان لاس وهنې ته په غیرې مستقیمې اشارې وایي چې بهرني قوتونه کوښښ کوي خپلې ګوډاګۍ ډلې په څو ټوټو وویشي چې د قومي اختلافاتو په پیدا کولو سره هغه مشران کنټرول کاندي چې د هغوي په ګټه کار کوي.

په کاناډا کې یو مورخ هم چې نه یې غوښتل پدې راپور کې یې نوم ذکر شي، پدې باور دی چې په اوسنیو شرایطو کې پاکستان د حقاني شبکه نسبت نورو ډلو ته غوره بولي ځکه چې ډیر نظامي واک د همدې شبکې په لاس کې دی. دغه مورخ په عین وخت کې پدې ټینګار کوي چې پاکستان هر کله چې ضرورت وي، خپله مهره بدلوي.

ښاغلی رحمانی پدې باور دی چې د طالبانو لومړی او دویم نسل د عمر د توپیر په خاطر د وضعیت په هکله بیل بیل نظر لري او تر ډیره حده د هغوي تر منځ د اختلافاتو د پیدا کیدو سبب هم کیږي.

د طالبانو لومړی نسل هماغه ملا محمد عمر مجاهد، د طالبانو بنسټ ایښودونکی او ملا عبدالغني برادر د دې ډلې بل بنسټ ایښودنکی دی چې د ۱۹۷۰ په لسیزه کې په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل نه وروسته یې د مجاهدینو په لیکو کې د وخت د حکومت او شورویانو په خلاف وسله راپورته کړه.

یو شمیر نور سیاسي څیړونکي بیا د طالبانو خپلمنځي اختلافات او درزونه دې ډلې جدي ګواښ بولي.

په واشنګټن ډي سي کې د ویلسن په څیړنیز مرکز کې د آسیا د پروګرام مرستیال مایکل کوګلمن د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې طالبانو پدې تیرو څو کالونو کې سره لدې چې د یو بل سره اختلافات درلودل خو د یوې ډلې په توګه منسجم و او په سترو پریکړو کې یې د نظر اختلاف نه درلود.

ښاغلي کوګلمن ویلي، "فکر کوم چې د طالبانو تر منځ د اوسنیو اختلافاتو چاره کیدای شي. هغوي اوس هم د واک د ټینګولو، مشروعیت تر لاسه کولو او سترو ټولنیزو ستونزو ته د رسیدو په خاطر د فشار لاندې دي. د دغو هڅو د ناکامیدو په صورت کې به ښایي دا ډله د نور فشار او په ښکاره توګه د خپلمنځي اختلافاتو سره مخ شي. "

خو د ځینو سره بیا دا پوښتنه ده چې آیا ملا هبت الله اخندزاده چې طالبان یې "امیرالمومنین"بولي کولای شي د طالبانو خپلمنځي اختلافات حل کاندي؟

ډیری مبصرین پدې اند دی چې که ملا هبت الله چې تر اوسه معلومه نده آیا مړ دی که ژوند، وغواړي دغه اختلافات پای ته ورسوي، باید داسې یو کس د قدرت په ګدۍ کښینوي چې ډیر نظامي واک او د پاکستان ملاتړ ولري.

دغه مبصرین پدې اند دي چې د طالب مشرانو تر منځ په مشرۍ د شخړو او خپلمنځي اختلافاتو دوام ښایي هند ته شرایط برابر کاندي چې مداخله وکړي. دغه مبصرین د ملا عبدالمنان نیازي د زوی په مشرۍ د آزادۍ د جبهې شتون ته چې د طالبانو یوه بیله شوې ډله ده، په اشارې وایي دې ډلې پخپلې لومړني اعلامیې کې افغانستان د پاکستان لخوا اشغال شوی هیواد یاد کړ او د طالبانو د رژیم په خلاف یې د جګړې خبرې کړې دي.