شاته

ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپل ماموریت تمدید کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت نن جمعه سپټمبر ۱۷(وږي۲۶) د شپږو میاشتو لپاره تمدید کړ. د امنیت شورا د ماموریت تمدید د رایو په غوڅ اکثریت تآئید کړ.

د امنیت شورا پنځلسو غړیو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتوني ګوتیریش نه غوښتي چې د ۲۰۲۲ کال د جنوري د میاشتې تر ۳۱ مې نیټې پورې دې په افغانستان کې د تازه سیاسي، امنیتي او ټولنیزو پرمختګونو په رڼا کې دې د یوناما د ماموریت په هکله راپور ورکاندي.

تر دې وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې (یوناما) د ماموریت د تمدید غوښتنه کړې وه.

دې ادارې ته همدارنګه د لا ډیرو امکاناتو د ورکولو وړاندیز شوی و چې وکړی شي په افغانستان کې د حالاتو د څار پوره توان ولري او د بشري حقونو د سرغړاونو په هکله راپور ورکړي. یوناما د ۲۰۰۲ کال راپدیخوا په افغانستان کې دا ماموریت لري.

ټاکل شوې وه چې په افغانستان کې د یوناما د ماموریت نیټه نن د وږي په ۲۶مه پای ته ورسیږي.

د بخښنې په نړیوال سازمان کې جګپوړي حقوقپوه لورینس داس ویلي، "د طالبانو د واکمنۍ له کبله د خطر سره مخ ډلې د لویو خطرونو سره مخ کیدی شي، په ځانګړي توګه خبریالان، قومي اقلیتونه، میرمن او نجونې او هغوي چې د مخکني حکومت یا بهرنیو هیوادونو او یا قراردادیانو سره یې کار کړی وي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اګست په ۳۱ مې په یو پریکړه لیک کې د طالبانو نه غوښتي و چې د میرمنو، ماشومانو او اقلیتونو په ګډون د بشري حقونو درناوی وکړي. په ټولشموله سیاسي موافقې کې دې میرمنو ته معنی لرونکی او بشپړ نقش تضمین شي، د قانون پابند دې وي، افغانانو ته چې غواړي هیواد پریږدي د وتلو اجازه ورکړي او د ملکيانو د خوندیتوب په ګډون دې د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي.