شاته

پاکستان: چين د سي پېک د پروژې په کار د پاکستان نه مطمين نه دی

د حکومت مخالفه پيپلز ګوند سينيټر سليم مانډوي والا په مشرۍ د پرمختيا په اړه د سېنېټ قايمه کمېټۍ د پاکستان چين اقتصادي پروژې (سي پېک) جاج اخستی او ويلي يې دي چين د سي پېک پروژې په کار مطمين نه دی.

د پاکستان د ځايي ميډيا ترمخه د کمېټۍ مشر ویلي، په سي پيک کار کوونکې يو شمېر چينايي کمپنيانو هم د پاکستان د حکومتي ادارو په کردار بې باوري ښودلې ده.

مانډي والا زياته کړې په پاکستان کې د چين سفير هم هغه ته شکايتونه کړي دي چى ګنې د پاکستان حکومتي ادارو د بې غورۍ له امله د چين پاکستان اقتصادي پروژه د تباهۍ په لوري روانه ده.

له وړاندې نه د چين حکومت داسو کراچۍ او ګوادر بندر باندې کار کوونکو چینايي وګړو باندې په ترسره شوو تر هګر بريدونو سختې اندېښنې ښکاره کړي او د پاکستان د حکومت څخه يې د چينايي وګړو د تحفظ باوري جوړولو غوښتنه کړې وه.

په دې غونډه کې شريک د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر شفيق ترين د کمېټۍ د مشر د خلې د سي پېک پروژې په سر د اندېښنو ښکاره کول تاييد کړي دي.

هغه وي او اې ډيوه ته وويل د دوی کمېټۍ د چينايي وګړو په ضد حملو باندې انديښنې ښودلي دي او په اړه يې په پاکستان کى د چپنايي وګړو په امنیت مامور مشر په راتلونکې غونډه کې د احوال دپاره رابللی دي.

د قبايلي ضلعې باجوړ سره تړاو لرونکي د کمېټۍ بل يو غړي سينيټر هدايت الله هم په غونډه کې د سي پېک د پروژې په سرد اندېښنو ښکاره کولو د خبر تاييد کړی دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل داحقيقت دى چى پاکستان تير درې کاله د سي پيک پروژې په پرمختيا نه خو سنجيده او نه يې څه تياري وه خو اوس دوی د پروژې په اړه د حکومتي ګامونو نه مطمينه دي.

بل اړخ ته د سي پيک لپاره د وزير اعظم عمران خان سلاکار خالد منصور هم د سېنېټ د کمېټۍ په وړاندې د چينايي کمپنيانو د اندېښنو ويلي دي، خو هغه د دې د مخنيوي لپاره د کوټلې تګلارې په ځای کولو دعوه کړې ده.

منصور ويلي، د پاکستان حکومت د چينايي کمپنيانو د تحفظاتو لرې کولو ته لومړیتوب ورکوي.

د سېنېټ سيکرټرېټ د خبر پاڼې ترمخه حکومتي چارواکو غونډې ته ويلي، د سي پېک پروژې لاندې پاکستان تراوسه پورې د 15 اربه ډالرو 21 پروژې سرته رسولي او د 28 اعشاريه څلور اربه ډالرو په پروژو باندې غور کوي.

  • 16x9 Image

    پير زبېر شاه

    پیر زبېر شاه په واشنګټن ډي سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډیا خبریال او څېړونکي په توګه کار کوي، نوموړی د افغانستان او پاکستان خصوصاً د پښتونخوا د قبایلي سیمو په اړه ځانګړي پروګرامونه، تبصرې او تجزیې کوي، له دې سره سره د وي او اې ډیوه پر ډیجیټل پاڼو هم کار کوي. پیر زبېر شاه تر دې وړاندې په پاکستان کې له مختلفو نړیوالو ورځپاڼو لکه «نیویارک ټایمز»، «نیوز ډې نیویارک» او نورو سره هم کار کړی او له 2011م تر 2012م کال پورې د هاورډ پوهنتون د «نیمېن» فېلوشپ زده کوونکی وو او په 13-2012م کې د نیویارک د بهرنیو اړیکو په څېړنیزه اداره سي ایف آر کې پریس فېلو وو. پیر زبېرشاه د خبریالۍ تر ټولو غټ پولیټزر ایوارډ هم ګټلی.