شاته

افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي ورځ په ورځ زیاتیږي

په افغانستان کې یوه جګپوړي صحي چارواکي‌ ويلي دي چې په هیواد کې د ماشومانو خوارځواکي ورځ په ورځ زیاتیږي.

په کابل ښار کې د اندراګاني د ماشومانو روغتون رئیس نورالله یوسفزي اسوشیټډ پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوار ځواکي موارد د تیر کال په پرتله زیات شوي دي.

د ښاغلي یوسفزي په وینا، پخوا به نړیوال بانک ماشومانو ته صحي خدمات برابرول خو په افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د نړیوال بانک مالي تمویل دریدلی دی.

د مالي مرستو نشتون او زیاتیدونکی فقر ددې لامل شوي چې د افغانستان د روغتیا برخه زیان وویني.

د یاد روغتون رئیس ویلي دي چې نړیوال بانک پخوا د "صحتمندي" په نامه د افغانستان د لرو پرتو سیمو د ماشومانو د پروګرام مالي ملاتړ کاوه، خو د نړیوال بانک د مرستو په بندیدو سره، خلک‌ په ځانګړې ډول ماشومان په لرو پرتو ولایتونو کې له مشکلاتو سره مخ شوي دي.

سره له دې چې ښاغلي یوسفزي د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتیدونکو موارد خبر ورکړ، خو د تیر کال په نسبت یې ددغې ناروغۍ د شمیرو د زیاتیدو رقم وړاندې نکړ.

په دې وروستیو کې د نړۍ خوراکي پروګرام خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې سخته لوږه مخ په زیاتیدو ده او کورنۍ د خپلو ماشومانو د تغذیې لپاره مشکلات لري.

د یوې تلفوني نظر پوښتنې له مخې چې د یاد سازمان له خوا د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د اګست له ۲۱ بیا د سپټمبر تر ۵ نیټې شوې، ۹۳ سلنه کورنیو ویلي دي چې د خوړلو لپاره کافي خواړه نلري.

د نړۍ د خوراکي پروګرام د سیمه ایز دفتر مرستیاله انتیا ویب وایي ډیری کورنۍ د ژوندي‌‌ پاتې کیدو لپاره مبارزه کوي.

میرمن ویب وویل:"والدین یو وخت خواړه نه خوري او هغه خپلو ماشومانو ته ساتي او یا هم د کورنۍ مشران لږه ډوډۍ خوري څو په خوړو کې سپما وشي. په هرو څلورو افغان کورنیو کې درې همدا تګلاره کاروي."

ملګرو ملتونو ویلي دي چې افغانستان له انساني کړکیچ سره مخ دی او اوسمهال ۱۸ میلیونه کسان چې د هغه هیواد نیمایي وګړي کیږي، د خپلې بقا د دوام لپاره بشري مرستو ته ضرورت لري.

یاد سازمان ویلي دي چې د افغانستان ۳۳ سلنه وګړي نه پوهیږي چې خپل بل وخت خواړه له کوم ځایه برابر کړي او له پنځو کلونو ښکته څه باندې پنځوس سلنه ماشومان د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي.

له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کموالي تر څنګ، وچکالۍ هم د یاد هیواد بشري ناورین زیات کړی دی، هغه وچکالي چې د ملګرو ملتونو په وینا، په راتلونکو میاشتو کې به د افغانستان د ډیرو خلکو د لوږي لامل شي.‌