شاته

کرکټ: نیوزلنډ د امنیتي‌ اندېښنو له کبله پاکستان کې لوبې لغوه کړې

د نیوزلنډ کرکټ بورډ وايي چې د امنیتي‌اندېښنو له کبله یې د پاکستان په راولپنډۍ کې له کوربه هېواد سره پلان شوې لوبې لغوه کړې.

د نیوزلنډ کرکټ بورډ د جمعې په ورځ سپتمبر ۱۷ (وږي۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي‌ چې د پاکستان په اړه د نیوزلنډ په حکومت کې دننه «د ګواښ کچه» زیاته وه او په سیمه کې د نیوزلنډ د امنیتي ډلو له مشورې وروسته پرېکړه وشوه چې د کرکټ‌ لوبډله به پاکستان کې خپل سفر پای ته رسوي.

د نیوزلنډ کرکټ بورډ په ټویټر کې لیکلي دي چې اوس یې له پاکستان څخه د لوبغاړ د اېستلو لپاره ترتیبات نیول شوي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ د نیوزلنډ دا پرېکړه یوه اړخیزه بللې ده. د پاکستان د کرکټ‌ بورډ مشر رمیز راجا په نیوزلنډ انتقاد کړی دی چې د پاکستان له خبرولو پرته یې دا پرېکړه کړې ده.

هغه په خپل ټویټر کې په پاکستان کې د کرکت‌ له مینه والو بخښنه غوښتې ده او لیکلي یې دي‌ چې د نیوزلنډ دا پرېکړه «ستړې کوونکې» ده.

هغه لیکلي دي چې نیوزلنډ له پاکستان سره خپله امنیتي اندېښنه شرېکه کړې نه ده: «نیوزلنډ په کومې نړۍ کې ژوند کوي. نیوزلنډ به د کرکټ په نړیوالې شورا کې زموږ غږ واوري.»

د نیوزلنډ کرکټ بورډ مشر ډیویډ وایټ ویلي دي چې هغه ته د ورکړل شویو امنیتي مشورو څخه وروسته په پاکستان کې د نیوزلنډ د لوبډلې سفر نا ممکن و.

نیوزلنډ له پاکستان سره درې یوه ورځنۍ او پنځه شل اوریزې لوبې پلان کړې وې او نن یې اولنۍ لوبه په راولپنډۍ کې وه او پنځه نور لوبې به یې په لاهور کې کولې.

په ۲۰۰۹ کې د پاکستان په لاهور کې د سري لانکا په لوبډلې وسله وال برید وشو او له هغه وروسته د نړۍ نورې لوبډلې په اسانه پاکستان ته د سفر زړه نکوي. البته تر نیوزلنډ مخکې د جنوبي افریقا، زمبابوې او بنګله دېش لوبډلې پاکستان ته د لوبو لپاره تللې وې.