شاته

اسحاقزي له ملګرو ملتونو غوښتي‌ د افغانستان د سفیر په توګه یې پرېږدي 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د «شړل شوي حکومت» استازي غلام اسحاقزي د دغه سازمان له مشر غوښتي چې هغه دې په خپل ځای پرېږدي.

د ملګرو ملتونو ویاند فرهان حق د جمعې په ورځ سپتمبر ۱۷ (وږي۲۶) وویل چې ښاغلي اسحاقزي د ملګرو ملتونو د راتلونکې عمومي اسامبلې لپاره د افغان پلاوي یو لست انتوني ګوتېرش ته استولی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند وویل چې د چهارشنبې په ورځ د عمومي اسمبلې له پیل کېدو ورسته ښاغلي اسحاقزي د خپل باورلیک لپاره غوښتنه استولې ده.

ټاکل شوې چې بله اونۍ د نړۍ لسګونه مشران د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته ولاړ شي، د دغې غونډې اخري ورځ د سپتمبر ۲۷ نېټه ده او ښاغلی اسحاقزی په لست کې شته چې په همدې ورځ به وینا کوي.

هرکال د نهوو هېوادونو له استازو یوه کمېټه ټاکل کیږي چې په ملګرو ملتونو کې د باورلیکونو غوښتنې وارزوي.‌ دا کمېټه د سه شنبې په ورځ جوړه شوه چې د امریکا، روسیې، چین، بهاماس، بوتان، چیلي، نمیبیا، سیرالیون او سویډن استازي په کې دي.

معمولاً دا کمېټه د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې غونډه کوي، د ټولو غړو بارولیکونه ارزوي او بیا د تائید لپاره د کال تر پای مخکې عمومي اسمبلۍ ته راپور استوي. دپلوماتان وايي چې دا کمېټه او عمومي اسمبلۍ په هماهنګۍ او اجماع سره کار کوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اصولو په اساس، تر څو چې پرېکړه نه وي شوې، ښاغلی اسحاقزی به په خپل مقام وي. د ۱۹۹۶-۲۰۰۱ ترمځ کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني د حکومت استازی و. د باورلیکونو کمېټې د طالبانو غوښتنه ځنډولې وه.

طالبان غواړي په رسمیت وپېژندل شي او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ویلي چې همدا د نړیوالې ټولنې لپاره یوازینۍ وسیله ده چې په افغانستان کې د همه شمول حکومت د جوړولو او بشري حقونو ته د درناوي لپاره یې په طالبانو د فشار په توګه وکاروي.

لا معلومه نه ده چې طالبانو ملګرو ملتونو ته خپل استازی ټاکلی دی که نه.طالبان د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته ننوتل او شاوخوا دوې اونۍ مخکې یې خپله کابینه اعلان کړه چې ټول غړي یې د «اسلامي امارت»‌ دي.