شاته

له اړمنو افغانانو سره د مرستو په سرعت د ملګرو ملتونو ټینګار

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر افغانستان ته په سفر کې د طالبانو د حکومت له چارواکو، د ملګرو ملتونو له کارکوونکو او د موسساتو له استازو سره وکتل.

فلیپو ګرانډې په دې سفر کې د طالبانو د چارواکو په ګډون له بیلابیلو اړخونو سره له افغانستان څخه بهر او په خپله افغانستان کې له افغانانو سره د مرستو په څرګندوالي بحث وکړ.

افغانستان ته په درې ورځني سفر کې ښاغلي ګرانډې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي، هغه استدلال وکړ ‌"څه باندې نیم میلیون افغانان" د جګړو له امله بیځایه شوي او حالت ناوړه لري.

ښاغلي فلیپو ګراڼدې کابل ته د سفر پرمهال وویل:"اکثریت هغوی په پرانیستې فضا کې ویډیږي. خواړه په هیواد کې کم دي. د درملو کموالی شته. د بشري اړخه حالت ناهیلې کوونکی دی."

ملګري ملتونه وایي چې څه باندې ۱۸ میلیونه افغانان بیړنیو بشري مرستو ته ضرورت لري او شاوخوا درې میلیونه نور د تیرو شلو کلونو جګړو له امله زیانمن شوي‌ دي.

فلیپو ګرانډې وویل:"سرعت ډیر مهم دی ځکه ژمۍ به ډیر ژر رارسیږي او په افغانستان کې ژمۍ ډیر ستونزمن دی. موږ همدا اوس د سپټمبر په نیمایي کې یو. ددغو بیړنیو مرستو د ترلاسه کیدو لپاره یوازې څو اوونۍ لرو."

د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان لپاره د مرستو د راټولو په تازه غونډې کې چې په ژنیو کې وشوه، حکومتونو د څه باندې ۱.۱ میلیارد ډالرو مرستو ژمنه وکړله.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې دا بشري مرستې باید په طالبانو د یوې آلې په توګه وکارول شي چې هغوي د میرمنو او نجونو د حقونو په ګډون اساسي حقونو ته درناوی ولري.

ددې سفر پرمهال ښاغلي ګرانډې همدارنګه په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو په ګدامونو کې هغه لارې موټرونه وکتل چې له پاکستان څخه یې د خیمو په شان مرستې راوړې وې.

دا مرستې په داسې حال کې راورسیدې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو عالي کمیشنرۍ ته ډاډ ورکړی چې هیواد به یې افغانانو ته د بشري مرستو مهیا کیدو ته دوام ورکړي.

د اګست په ۱۵ د امریکا له ملاتړ څخه د افغانستان د برخمن حکومت تر ړنګیدو وروسته، پاکستان له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي په هدف خپلو مرستو ته زور ورکړي.

پاکستان وایي د مالي مسایلو په ګډون د څو نورو علتونو له امله نشي کولی نورو افغان کډوالو ته ځای ورکړي.