شاته

د مرکزي آسیا هیوادونه: افغان کډوال نه منو

د روسیې په مشرۍ د ډله ایز امنیت د تړون غړي هیوادونه وایي‌ چې افغان کډوال به ونه مني.

ددې سازمان غړي، د افغانستان شمالي ګاوندی تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان او د پخواني شوروي اتحاد یو شمیر غړي هیوادونه دي.

د قزاقستان د جمهور رئیس قاسم جومرت تړکایف له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د یاد هیواد جمهور رئیس د ډله ایز امنیت تړون د سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۱۶ (وږدې ۲۵) په تاجکستان کې جوړه شوه، وویل چې قزاقستان د افغان کډوالو او بهرنیو نظامي مراکزو د نه منلو په اړه د یاد سازمان له ګډ موقف څخه ملاتړ کوي.

له دې وړاندې ازبکستان هم ویلي وو چې افغان کډوالو ته به موقتي پناه ورکړي څو له هغه ځایه وکړای شي دریم هیواد ته ولاړ شي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، په لس ګونه زره کسان د طالبانو له ویرې د خپل هیواد پریښودو ته اړ شول.

له دې وړاندې د جک جمهوري صدراعظم انډرې بابس د سپټمبر په اومه ویلي وو چې افغان کډوال په اروپايي ټولنه کې ځای نلري او په عوض کې اروپايي ټولنه باید له هغوی سره مرسته وکړي چې په خپل هیواد کې پاتې شي.

ښاغلي بابس له خپل اتریشي او سلواکي سیالانو سره تر ملاقات وروسته وویل:"واقعا د هغوی "افغان کډوالو" لپاره په اروپا کې ځای نشته."

د اګست په میاشتې په نیمایي کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته زیات شمیر افغانان له خپل هیواد څخه وتلو ته اړ شول.

له هغه وخته تر اوسه پورې اروپايی ټولنې په زرګونه افغان کډوال ومنلي دي ، خو اوس دا ټولنه اندیښمنه ده چې ممکن په میلیونونه افغانان اروپا او د ترکیې په شان ګاونډیو هیوادونو ته مخه وکړي او د ۲۰۱۵ کال د کډوالۍ کړکیچ چې د سوریې د جګړې له امله رامنځ ته شوی وو، تکرار شي.

د چک جمهوریت صدراعظم له ترکیې سره د اروپايي ټولنې پخواني توافق ته په اشارې سره وویل:" یوه لار داده چې د تیر په شان د ترکیې له جمهور رئیس اردوغان سره خبري‌وکړو ، اما فکر نه کوم دا مناسبه ګزینه ووسي."

امریکا په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره سم، شاوخوا یوسلو څلر ویشت زره افغانان ددې هیواد په تاریخ کې د تخیلې په یوه ستر ماموریت کې له هغه هیواد څخه وایستل.