شاته

د روسیې په مشرۍ بلاک د افغانستان پولې سره نږدې نظامي تمرینات کوي

د روسیې په مشرۍ بلاک ویلي چې بله میاشت په تاجکستان کې د افغانستان پولې سره نږدې ستر نظامي تمرینات کوي. دې بلاک ویلي چې دا کار په ګاونډي هیواد افغانستان کې د وضعیت د خرابیدو له کبله کوي.

د ټولیز امنیت تړون سازمان (سیستو) چې مشري یې مسکو کوي نن پنجشبه سپټبمر ۱۶ (وږي۲۵) ویلي چې دا ډله په تاجکستان کې پراخ نظامي تمرینات کوي.

د دې سازمان عمومي منشي ستانسیلاف زاس ویلي چې دا به" زمونږ د سږکال تر ټولو ستر نظامي تمرینات وي. "
ښاغلي زاس ویلي چې دې ډلې د نظامي تطبیقاتو لپاره دا ټولیز اقدامات ځکه کوي چې د تاجکستان د خوندیتوب ډاډ ورکړل شي.

تاجکستان د افغانستان سره اوږده پوله لري او روسیه پکې نظامي اډه هم لري.

سیستو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په خرابیدو اندیښمنه ده.

د نظامي تمریناتو تر څنګ ټاکل شوې یو شمیر هیوادونه چې د روسیې او چین ملګري دي، په همدې اونۍ کې په تاجکستان کې جرګه شي او د افغانستان د کړکیچ په هکله خبرې اترې وکړي.

وروسته تر هغه چې طالبانو تیره میاشت کابل ونیوه، روسیې د مرکزي آسیا په څو هیوادونو کې نظامي تمرینات وکړل. روسیه اندیښنه لري چې که په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شي، د مرکزي آسیا په هیوادونو چې د پخواني شوري اتحاد غړي دي، هم اغیز وکړي.

روسیې له طالبانو سره د کابل د نیولو نه وړاندې هم ښه ناسته ولاړه درلوده. مسکو څو ځله په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشران د غونډو لپاره ور وبلل او کابل کې یې خپل سفارت په داسې حال کې فعال پریښودلی چې تقریباً ټولو لویدیځو هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه تړلي دي.