شاته

یورپین یونین: یورپ ته د افغان کډوالو راتګ زیات شوی 

په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نه وړاندې هم يورپ ته د افغان کډوالو په ورتګ کې اضافه شوي او د جولای په میاشت کې په یورپ کې د پناه دپاره د افغانانو په خواستونو کې 20 فیصد اضافه شوي وه.

ای اېف پي خبري ادارې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې وویل د يورپین اسایلم سپورټ افس، ايي یو ای اېس او، یا د پناه غوښتونکو د مرستې دفتر ترمخه د یورپین یونین په 27 ملکونو، ناوری او سوېټرزلېنډ کې 50000 کسانو د پناه دپاره خواستونه وکړل چې د کرونا وبا د خپرېدو نه پس په یوه میاشت کې د پناه غوښتوونکو تر ټولو لویه شمېره ده.

ايي یو ای اېس او په خپل بیان کې وویل په یورپ کې پناه دپاره د افغانانو په خواستونو کې پرله پسې په پېنځمه میاشت هم اضافه شوي وه چې تعداد یې 7300 و او د جنون په مقابل کې پکې 21 فیصد اضافه وه.

په یورپ کې د پناه دپاره د شام یا د سوریا د کډوالو په خواستونو کې 14 فیصد اضافه شوي چې تعداد یې 8500 و.

ای اېف پي وايي د افغانانو او د شام د کډوال د خواستونو په تعداد کې خلیج د 2020 د ډسمبر د میاشت راهسې په کمېدو دی.

ای اېف پي وايي یورپین ملکونه کوښښ کوي چې دا وخت د افغانستان نه د کډوالو د هغه ډول بهیر مخه ونیسي چې په 2015 کې یې د شام نه لیدلی و او د یو مېلین نه زیات کډوال یورپین یونین ته ورغلي وو.

د رپورټ ترمخه یورپي ملکونو د افغانستان او د افغانستان د ګاونډي ملکونو سره انساني مرستې زیاتې کړي چېرته چې نوي کډوال ورغلي دي.

د ايي ای اېس او ترمخه په جولای کې عراقیانو د پناه دپاره خواستونو تعداد 2300 و.