شاته

امریکا ته د افغان کډوالو لومړۍ ۳۷۰۰۰ کسیزه ډله به په کومو ایالتونو کې اوسېږي؟

واشنګټن - د بایډن ادارې د ایالتونو والیانو او د کډوالو تنظیمونو ته په ټول هېواد کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې له افغانستان څخه د راوېستل شویو افغانانو د لومړۍ ډلې ۳۷۰۰۰ څخه به په کوم شمېر د هغوی ایالتونو ته د اوسېدو لپاره لېږل کېږي.

د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانانو سره د مرستې د پروګرام د مالوماتو له مخې، تمه ده کالیفورنیا ته به له دې ډلې څخه تر ټولو زیات یعنې ۵۲۰۰ افغان کډوال ولېږل شي.

امریکايي‌ چارواکي وايي، الباما او مېسېسېپي هر یو ویلي چې لس لس کسانو ته به دوی ځای ورکړي.

او هوايي، سوت ډکوټا، ویسټ ویرجنیا، ویامېنګ او ډي سي داسې نه ښکاري چې له دغې لومړنۍ ډلې څخه یوه ته هم ځای ورکړي.

دا هغه افغانان وو چې تېره میاشت له افغانستان څخه د امریکا له وتلو سره له افغانستان څخه ویستل شوي وو.

د بایډن ادارې د دې میاشتې تر پایه پورې د ۶۵۰۰۰ افغان کډوالو او د ۲۰۲۲ کال تر سپټمبر پورې د ۹۵۰۰۰ افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره له کانګرس څخه د پیسو غوښتنه کړې.

ولسمشر بایډن د خپل ایالت ډېلېوېر ګورنر جک مارکل په امریکا کې د افغان کډوالو د ځای پر ځآی کېدو د بهیر لپاره خپل کس ټاکلی چې په لنډ مهاله توګه په دې برخه کې مرسته وکړي.

په تېرو شلو کالو کې د امریکا په کالیفورنیا، مېرېلېنډ، ټکساس او ویرجېنیا کې تر ټولو زیات افغان کډوالو دېره شوي او داسې ښکاري چې یو ځل بیا به هم په دغو ایالتونو کې له نویو افغان کډوالو څخه زیات یې ځای پر ځای شي.‌

ویل کېږي چې له دې ډلې څخه به یې زیاتره نارت وېرجېنیا، مېرېلېنډ او نارت کالیفورنیا کې ځای پر ځای شي چېرې کورونه ډېر ګران دي.

امریکا ته اکثرو نویو رسېدلو کډوالو ځکه په دغو ایالتونو کې د اوسېدو غوښتنه کړې چې د دوی خپل، خپلوان او ملګري همدلته اوسېږي او په دغو ایالتونو کې د کډوالو د ځای پر ځای کېدو اکثره ادارې هم کار کوي.

یو امریکايي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې په دې اړه معلومات ورکول وايي، د بهرنیو چارو په وزارت کې د کډوالو د ځای پر ځای کولو چارې په هېواد کې د کډوالو د ځای پر ځای کولو له نهو ادارو په سلا مشورې سره پرمخ وړي.

امریکايي چارواکو دا هم ویلي، چې نویو افغان کډوالو ته ویل شوي چې د امریکا په ځینو نورو برخو کې د کار موندلو چانس هم زیات دی او کورونه هم پکې ارزانه دي او په امریکا کې د دوی د نوي ژوند له پیلېدو سره به مرسته وکړي.

امریکا ته رسېدونکي افغان کډوال لومړۍ د دې هېواد د کورنیو چارو د وزارت له امنیتي چېک او کتنې څخه تېرېږي او بیا یې روغتیايي معاینات کېږي.

هغه ماشومان چې عمرونه یې ۱۲ او یا له دې څخه زیات وي ورته د کورونا واکسین هم ورکول کېږي خو بیا هم ستونزې زیاتې دي.

امریکا ته له دریم هېواد څخه د کډوالو الوتکې تېره اونۍ په لنډ مهاله توګه وروسته له هاغې ودرول شوې کله چې امریکا ته په رسېدلو ګڼو افغانانو کې د شري ناروغۍ ولیدل شوله.

ځینې افغان کډوال له یو سخت راتلونکې سره مخ دي کچېرې کانګرس ورسره د کډوالو په څېر د چلند پرېکړه ونه کړي.

هغه افغانان چې له افغانستان څخه د ویستل کېدو وروسته امریکا ته رسېدلي دي د اوس لپاره ورته خوراکي مرستې، نغدي مرستې، روغتیايي بیمه او نورې د کډوالو مرستې نه کېږي.

دا مهال امریکا ته هر راغلي افغان کډوال ته یواځې د یو ځل لپاره ۱۲۲۵ ډالره ورکول کېږي.

خو بایډن له کانګرس څخه غوښتي دي چې داسې ګامونه پورته کړي چې امریکا ته نوي رسېدلي افغان کډوال هم لکه د نورو کډوالو په څېر د کډوالۍ مرستې ترلاسه کړای شي.