شاته

د فرانس صدر ویلي ځواکونو یې د صحارا په سیمه کې د داعش مشر وژلی

د فرانس صدر اېمېنول مېکران ویلي فرانسوي ځواکونو د صحارا په سیمه کې د داعش مېر عدنان ابو ولید الصحراوي وژلی دی چې په تېرو اتوو کلونو کې د وسله والو خلاف جنګ د فرانسوي ځواکونو لویه کامیابي ده.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي مېکران د ټوېټر دلارې د الصحراوي د وژل کېدو اعلان وکړو خو نور تفصیل یې وړاندې نه کړو.

رپورټ وايي دا هم نه دي وېل شوي چې الصحراوي کوم ځای وژل شوی دی خو داعش د نیجر او مالي ترمنځ په سرحدي سیمه کې فعالیت لري.

مېکران په خپل ټویټ کې وویل د ساحل په سیمه کې د داعش په ضد د عملیاتو دپاره قام د خپلو ځواکونو د قربانیو ستاینه کوي.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي په مالي کې د تېرو څو هفتو راهسې داعش د مشر د وژل کېدو کنګوسو ګردش کولو خو چارواکو یې تصدیق نه کولو. ای پي دا هم وايي دا ممکنه نه وه چې په ازاده توګه د الصحراوي د وژل کېدو تصدیق وشي او دا هم نه وه معلومه چې د هغه د جسد شناخت څنګه وکړی شو.

الصحراوي په 2017 کې د هغې حملې ذمه واري منلې وه چې پکې څلور امریکايي عسکر او څلور د نیجر پوځی کارکوونکي وژل شوي وو. د ډلې وسله والو د ساحل په سیمه کې خارجیان هم تښتولي دي چې پکې امریکايي شهري جېفري وډک هم شامل دی. هغه په کال 2016 کې په نیجر کې د خپل کور نه تښتول شوی دی.

د 2013 راهسې د فرانس ځواکونه د ساحل په سیمه کې د وسله والو خلاف جنګیږي. دا سیمه په یو وخت کې د فرانس د نوابادیت حکمراني وه. فرانس ویلي د اینده کال په شروع کې به د سیمې نه خپل 2000 عسکر راوباسي.

ای پي وايي د تندروۍ په ضد د فرانس په جنګ کې د الصحراوي د وژل کېدو خبر په پېرس کې په سرخطونو کې شایع شوی او د شورو، چهارشنبې، په ورځ په 2015 کې په پېرس کې د حملو په لړ کې نیول شوي تن په عدالت کې د خپلې مقدمې په مهال په پېرس کې حملې په داعش د فرانس د هوايي بریدونو په بدل کې شوې وي. د پېرس په حملو کې 130 کسان وژل شوي. ای پي وايي دا لومړی ځل دی چې د داعش مبینه حمایتي د پېرس په حملو کې د لاس لرلو اعتراف کړی دی.