شاته

خلیلزاد: د غني تیښتې، د واک د لیږد بهیر ګډوډ کړ

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي‌ دي چې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني تیښتي په هغه هیواد کې په سوله ایز ډول د واک لیږد مختل کړ.

ښاغلي خلیلزاد پر افغانستان د طالبانو د ډلې واکمنیدو ته په اشارې د بریټانیا فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي‌ دي چې" افغانان په افغانستان کې د رامنځ ته شوي وضعیت عاملین دي."

خلیلزاد په دې مرکه کې همدارنګه ویلي دي له دې چې افغان لوري مذاکرې ته حاضر نشول او یو لوري د "افغانستان حکومت" سقوط وکړ، امریکا او د امریکا د خاص استازي په توګه د هغه مسولیت ندی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه خاص استازي د افغانستان د حکومت د سقوط ملامتي پر محمد اشرف غني واچوله او ویې ویل، د غني تیښته ددې لامل شوه چې د واک د لیږد طرحه او کابل ته د طالبانو د نه داخلیدو بهیر له ناکامۍ سره مخ شي.

خلیلزاد د فایننشل ټایمز په مرکه کې ویلي دي د هغې طرحې له مخې چې د طالبانو لاس ته د کابل له لویدو مخکې پرې توافق شوی وو، ټاکل شوې وه چې د افغانستان د راتلونکې حکومت په اړه تر یوه توافق پورې، محمد اشرف غني د افغانستان د جمهور رئیس په توګه په خپله دنده پاتې شوی وای.

د زلمي خلیلزاد په وینا که‌ څه هم طالبان د کابل دروازو ته رسیدلي وو، خو ددې طرحې له مخې ټاکل شوېده وه هغوی تر دوو اوونیو پورې او د راتلونکې حکومت په اړه تر هوکړې منتظر پاتې شي.

خلیلزاد وویل، هیڅ وخت یې فکر نه کاوه چې محمد اشرف غني به له کابل څخه وتښتي. دغه جګپوړي امریکایي ډیپلومات ویلي د محمد اشرف غني د وتلو د خبر په اوریدو سره، په کابل کې امنیتي ځواکونو خپل وظایف پریښودل او دا حالت ددې لامل شو چې طالبان کابل ښار ته داخل شي.

دغه امریکایي دیپلومات وویل:"طالبانو موږ ته وویل چې آیا تاسې د کابل د امنیت مسولیت پر غاړه اخلئ؟ ... تاسې پوهیږئ‌ چې څه پیښیږي، موږ نشوای کولی د کابل د امنیت مسولیت واخلو."

خلیلزاد همدارنګه هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې واشنګټن طالبانو ته د اګست په ۱۵ نیټه د ارګ د "ضمني او یا صریح"نیولو اجازه ورکړې وه.

اویا کلن خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې په پای ته رسیدو کې د خپلې ونډې او هغه څه په اړه چې د افغانسان د حکومت د سقوط لامل شول وویل اوس خلک هڅه کوي د ملامتۍ بار پر یو چا واچوي. هغه زیاته کړه هر هغه څه چې یې په توان کې درلودل، په "غوره شکل" یې د خپل ماموریت د ترسره کیدو لپاره ترسره کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمیر امریکایي قانون جوړونکو په ګډون ، منتقدینو د افغانستان د حکومت د سقوط او په افغانستان کې د امریکا د جګړې د پای ته رسیدو د څرنګوالي د مدیریت په اړه د زلمي خلیلزاد د استعفا غوښتنه کړې ده.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي توافق له مخې د څه باندې ۵۵۰۰ طالب بندیانو ازادول یو له هغو مواردو دی چې منتقدین یې زلمی خلیلزاد مسول بولي.

د پخواني حکومت چارواکو په تکرار سره ویلي وو چې د افغانستان له زندانونو څخه د طالب بندیانو خوشي کول، لویه تیروتنه وه ځکه اکثره ازاد شوي طالبان بیرته د جګړې میدانونو ته ولاړل او د طالبانو لیکې یې پیاوړي کړې.

پر دې سربیره، د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو او د ملګرو ملتونو سازمان څو څو ځله ادعا وکړه چې طالبان له ترهګرو ډلو په ځانګړې ډول القاعده سره د خپلو اړیکو د شلولو په اړه د خپلو تعهداتو خلاف عمل کوي.

د امریکا استخباراتي چارواکو خبرداری ورکړی چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره به القاعده او داعش یو ځل بیا په هغه هیواد کې فعال حضور ولري او ددې ډلو تندلارې به د یو تر دوو کلونو پورې په دې وتوانیږي چې امریکا او د امریکا متحدین تهدید کړي.