شاته

په صوبايي اسمبلۍ کۍ د حزب اختلاف یو شمېر غړو د بلوچستان اعلا وزیر خلاف د تحریک عدم اعتماد خواست کړی

د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې د اپوزيشن غړو د اعلا وزير جام کمال د وزير اعلا توب له څوکۍ څخه د ليري کولو په موخه د بې باورۍ تحريک (عدم اعتماد) درخواست د اسمبلۍ د سيکريټري په دفترکې جمع کړی دی.

د بلوچستان په اسمبلۍ کې د اپوزيشن له 23 غړو څخه 16 غړو د عدم اعتماد تحريک په درخواست دستخطونه کړي دي۔

د بې اعتمادۍ د تحريک په درخواست کې تورنه لګول شوي چې له تيرو دریو کالو راهيستې د جام کمال د خراب او کمزورو حکومتي فيصلو له په سبب په ايالت کې د بد امنۍ او بې روګارۍ سره سره د حکومتي ادارو کار اغېزمن شوی۔

د درخواست په متن کې ليکل شوي چې ايالتي حکومت د آین ماده نمبر ۳۷ او ۳۸ په خلاف د ګامونه په پورته کولو سره د روان کال غير عادلانه او تعصب پرسته بجټ پيش کړی، له کمې وجهې چې د ايالت د زياترو سيمو کې ناامني او په خلکو کې نااومیدي زياته شوې۔

په درخواست کې زيات شوي چې جام کمال د آیني او د بنيادي بشري حقونو د ستونځو په اړه د پاکستان له مرکزي حکومت سره په سمه توګه د بلوچستان استازيتوب ندی کړی۔

په درخواست کې دعوه شوې چې ځکه په ايالت کې د بجلې ، ګيس او اوبو د ستونځو تر څنګ ايالت له سختو اقتصادي ستونځو سره مخ شوی۔

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان اسمبلۍ د اپوزيشن غړی نصرالله زيري وډيوه ته وويل، د يادو ستونځو د رامنځ ته کېدو له کبله يې د اعلا وزير پر ضد د قانون په رڼا کې د بې باورۍ تحريک د وړاندې کولو پريکړه کړې۔

ښاغلي زیري وویل "د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، جمعت علما اسلام بلوچستان، نيشنل پارټۍ او د يو ازاد اميدوار نواب اسلم ریساني، موږ فلحاله د متحده اپوزيشن لخوا تحريک عدم اعتماد جمع کړی دی"۔

د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ د غړو شمېر 65 دی ، د اعلا وزيرد ليري کولو او د تحريک عدم اعتماد د کاميابه کولو لپاره اپوزيشن ته د 33 غړو ضرورت دی۔ خو اپوزيشن د بې باورۍ د تحريک پر درخواست يوازي د 16 غړو دسختونه لري۔

نصرالله زيری وايي چې دوی به خپل تحريک کاميابه کوي۔

د بلوچستان ايالت حکومتي وياند لياقت شاهواني د اپويشن له لوري لګول شوي ټول تورنه رد کړ‎ي او و رسنیو ته یي ویلي چې د بې باورۍ تحريک د جمهوري عمل برخه او د اپوزيشن ګوندونو آیني حق دی۔

د هغه خبره که دوی دومره غړي لري چې د اعلا وزير په ضد راوړی تحريک کاميابه کړي بيا دوی په اپوزېشن کې ولې دي؟ دوی بايد له اوله پر حکومتي څوکيو ناست وای،

"هغوی ته د عددي اکثريت ضرورت دی ،که له اپوزيشن سره اکثريت وای نو دوی به اپوزيشن کې نه وای په حکومت کې به وای"۔

وتلي خبريال او د کويټه وائیس په نامه ورځ پاڼې مدير “سيد علي شاه “ وايې، اوسنی تحريک عدم اعتماد د جام کمال له پاره په دې وجه د انديښنې وړ دی چې د جام کمال خپل ګوند (بلوچستان عوامي پارټۍ) خپل منځي اختلافات لري۔

د سيد علي شاه په خبره ځکه زيات امکان دا دی چې د جام کمال خپل ګوندي او حکومتي ملګري هم د اپوزيشن ملګرتيا وکړي۔"دا وخت جام کمال خان ته د اپوزيشن چې کم ګوندونه دي هغه مسله نه ده بلکې په بلوچستان عوامي پارټۍ کې دننه ډير انتشار دی"۔

د بلوچستان اعلا وزير جام کمال د بې باورۍ د تحريک په اړه پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې د دغه تحريک عدم اعتماد هيڅ پروا نه لري، دی زياتوي "که چيري زما ګوند او اتحاديان له ما سره وي نو د اپوزيشن ګوندونه هيچ اهميت نه لري، په کمه ورځ چې زما د ګوند اکثریت او اتحاديان پر ما عدم اعتماد وکړي نو زه به بيا پخپله ولاړ شم. او زه بيا د مشرتابه هيڅ حق نلرم"۔

څيړونکې وايې چې د بلوچستان عوامي ګوند دغړو تر څنګ د ايالتي حکومت شريکه ګوند پاکستان تحريک انصاف ځينې مهمه غړي هم له اعلا وزير سره سخت اختلاف لري چې ښيي د هغه(وزیر اعلا ) پر ضد په راوړي تحريک کې د ۲۱م ستمبر په ورځ د بلوچستان په ايالتي اسمبلې کې کېدونکي اجلاس کې د اپوزيشن ملګري شي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.