شاته

 په جنوبي وزیرستان کې اووه پاکستاني عسکر او پېنځه وسله وال وژل شوي

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزیرستان ضلع کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو په جګړه کې پوځ ویلي اووه عسکر او پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه پوځ په یو بیان کې وویل امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو په بنیاد په جنوبي وزیرستان کې چاپه وهله چې له امله یې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د ډزو تبادله شروع شوه او اووه عسکر پکې ووژل شوو.

پوځ وویل پېنځه وسله وال هم ووژل شوو. پوځ زیاته کړه چې په سیمه کې د لټون عملیات شروع کړی شوي دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه تحریک طالبان پاکستان منلي چې پرون شپه یې په جنوبي وزیرستان کې په یو مرکز چايه وهل شوي ده.

ټي ټي پي په جګړه کې د نهه پاکستان عسکرو د وژل کېدو او د خپلو وسله والو په محفظ ډول د وتلو دعوه هم وکړه. خو د دغې دعوه تصدیق ممکن نه و. چارواکي وايي وسله والو امنیتي ځواکونو ته د زیان درنې دعوې کوي.

امریکې او پاکستان ټي ټي پي غیرقانوني ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

په ورستي کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او وايي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسېدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی.

تېره هفته ټي ټي پي د یوې حملې مسولیت په غاړه واخیستلو چې پکې لږ تر لږه درې کسان ووژل شوو او شل نور زخمیان شوو.