شاته

د تیر افغان حکومت چارواکو څخه ضبط شوې پیسې مرکزي بانک ته وسپارل شوې

د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې طالبانو د ۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت نقدې پیسې او طلا چې د تیر حکومت له چارواکو څخه یې ضبط کړې وې دغه بانک ته سپارلي دي.

څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې پکې ادعا شوې وه چې ۶.۵ میلیون ډالر او د طلا ۱۸ خښتې د تیر حکومت له لومړي مرستیال امرالله صالح له کور څخه د طالبانو لاس ته لویدلې دي.

د افغانستان مرکزي بانک د چهارشنبې په ورځ خپرې شوې یوې اعلامیې کې ویلي چې د تیر حکومت له افغان چارواکو څخه ۱۲ میلیون او ۳۶۸ زره او ۲۴۶ ضبط شوي ډالر دغه بانک ته تحویل شوي دي. په دغه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې ددغو پیسو ډیره برخه د ښاغلي صالح له کور څخه لاس ته راغلي دي.

تر اوسه ښاغلي صالح ددغې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

له دې وړاندې هم داسې خبرونه خپاره شوي و چې ګواکې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم د هیواد پریښودو پر مهال له ځان سره ۱۶۰ میلیون ډالر بهر ته لیږدولي‌دي.

خو ښاغلي غني بیا دغه ادعاوې رد کړي او هغه یې درواغ بللي دي. ښاغلي غني همداراز ویلي چې د ملګرو ملتونو د هر ډول خپلواک تفتیش څخه هرکلی کوي او چمتو دی چې د خپلو شتمنیو په اړه ملت او نړیوالو ته معلومات ورکړي.