شاته

د افغانستان د جينکو د فټ بال لوبډلې غړې او کورنۍ يې پاکستان ته رسېدلي

د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري ويلي، د افغانستان د جينکو د فټ بال لوبډلې هرکلی کوي څوک چې د تورخم د لارې پاکستان ته راغلي دي.

نوموړي تيره شپه ناوخته په ټویټر ويلي، دغو لوبغاړو د افغانستان پاسپورټونه او د پاکستان ويزې لرلې.

چودري په دغه اړه نور جزيات نه دي شريک کړي چې د دغو لوبغاړو او کورنیو به یې په راتلونکې کې څه کيږي؟.

وي او اې ډیوه په تورخم د چارواکو سره د تماس هڅه کړې او په وټس اېپ يې د لنډي کوتل مرستيال کمشنر ته پېغام ورلېږلی، نوموړي پېغام کتلی خو ځواب يې نه دی کړی.

خو د پاکستان ډان ورځپاڼې ويلي د برتانیې د یوې غېر دولتي ادارې (فټ بال د سولې دپاره) او پاکستان دحکومت په مرسته د افغانستان 32 د فټ بال لوبغاړې او د هغوی د کورنيو 115 غړي پاکستان ته راغلي دي.

د رپورټ ترمخه دغه لوبغاړې په 26 اګست قطر ته تلې چرته چې افغان کډوال د 2022 د فيفا نړيوال کپ دپاره په یو ځای کې ساتل شوي خو د کابل په هوايي اډه د بريد له امله دا لوبغاړې پاتې شوې وې.

د افغانستان د فټ بال لوبډلې پخوانۍ کپتانې خالده پوپل په ټویټر ویلي،

زه خوشاله يم چې دا اعلان کوم چې زما په ملاتړ د افغانستان 79 پېغلې فټ بالرانې او د هغوی د کورنيو غړي د افغانستان څخه ووتل.

هغې د هغو ادارو يادګېرنه هم کړې چا چې يې په دغه عمل کې ملاتړ کړی دی.

د وي او اې اشنا د خبر ترمخه په 24 اګست د افغانستان د ښځو د فټ بال د ملي لوبډلې غړې چې ورسره د 75 کسانو پورې ډله شامله وه په يوه الوتکه کې د کابل د هوايي اډې څخه وتلې وې.

د نړیوال فټ بال د لوبغاړو اتحاديې فېفپرو د اسټريليا د حکومت مننه کړې وه چې د دغو لوبغاړو، د لوبډلې د چارواکو او د هغوی د کورنيو د غړي ويستل يې ممکن کړي وو.

اتحاديې ويلي وو دغه پېغلې مېرمنې د ګواښ سره مخامخ وي.

فېفپرو په لسم ستمبر ويلي وو د نړۍ لوبغاړي د افغانستان د زړورو ښځينه فټ بالرانو لوبغاړو سره ولاړ دي.

د افغانستان څخه د جينکو د فټ لوبغاړې په داسې حال کې وتلي چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​