شاته

شمالي وزیرستان: د پاکستان پوځ د دوه ترهګرو د وژلو دعوه کړې

د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې یې د استخباراتي مالوماتو په اساس د وسله والو په ضد عملیات کړي او دوه ترهګر يې پکې وژلي دي.

د پاکستان پوځ تیره شپه په (14 سیپټمبر) ويلي چې پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو د موجودګۍ په خبرتیا عمليات کړي دي.

پوځ ویلي، د وسله والو سره د افغانستان پولې ته نزدې د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې نښته هغه مهال شوې چې پوځ په سیمه کې د پټو ترهګرو په ضد عملیات کول.

د شمالي وزيرستان د پېښې په اړه پوځ ویلي، ادارو ته خبر تر لاسه شوی وو چې په سیمه کې ترهګر پټې ځالې لري خو کله چې امنیتي ځواکونه دغلته ورسېدل او د ترهګرو نه یې ګېره چاپیره کړه نو هغوی پرې ډزې پېل کړې.

پوځ ويلي چې د سرتيرو په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال وژل شوي او د دوی نه په غټه کچه وسله او نور بارودي توکي ترلاسه شوي دي.

پوځ د وژل شوو کسانو پېژندګلو نه ده ښکاره کړې. او نه یې دا ویلي چې د دوی تړاو د کومې ډلې سره وو.

دته خېل د شمالي وزیرستان افغان پولې سره جوخته پرته علاقه ده او د دې سيمې د زیاتره علاقو نه کډوال شوي کسان تراوسه بيرته نه دي ستانه شوي، ځکه دې ځایې ته د میډیا رسد نه کیږي چې د ازادو سرچينو څخه مالومات ترلاسه کړي.

په بیان کې ویل شوي چې د نورو ترهګرو له منځه وړلو لپاره دغه سیمه کې په بشپړه ډول د لټون روان دی.

د دغه برید ذمه داري چا په غاړه نه ده اخستې خو په ټویټر یو تن چې ځان يې پاکستانی طالب معرفي کړی ویلي د پاکستاني طالبانو اختر خلیل ډلې په شمالي وزیرستان کې د پوځ او پولیسو په یوه مرکز برید کړې. او په برید کې يې مخالفه لوري ته په درنه کچه زیان اړولی او د دوی فعالین تر برید وروسته بیرته خپلو ځایونو ته ستانه شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې په کال 2014م کې د وسله والو پرضد ضرب عضب عملیات شوي خو بیا هم پکې د نا امنۍ پېښې کیږي چې پکې په امنیتي سرتیرو بردونو سره د ځايي خلکو هدفي وژنې هم روانې دي. د هدفي وژنو پرضد د د اګست میاشتې په 30م نیټه میر علي کې احتجاحي مظاهره شوې وه چې پکې په سیمه کې د هدفي وژنو او نورې ناامنۍ د پېښو د مخنیوي دپاره په ټینګار غوښتنه شوې ده.

په 11 ستمبر پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو د موجودګۍ په خبرتیا عمليات کړي دي او د یو ترهګر د وژلو او 6 يې ګرفتارولو دعوه يې کړې وه، خو ځايي خلکو احتجاجي مظاهره کړې چې وژل شوی تن تنکی ځوان د سکول زده کوونکی او بې ګناه وو.

په 7 ستمبر د شمالي وزیرستان په دوسلي تحصيل کې په يوه چاودنه کې دوه پاکستاني پوځي سرتیري وژل شوي دي، پوځ ويلي په ډزو کې يې يو ترهګر هم وژلی وو.

په شمالي وزیرستان کې 4 ستمبر د هدفي وژنې په یوه پیښه کې دوه تنکي ځوانان وژل شوي چې عمرونه نزدې 20 او 23 کاله دي.

د یوت اف وزیرستان په نوم یو غیر دولتي تخریک وایي سږ کال تر دې مهال په هدفي بریدونو کې 45 کلن کسان وژل شوي چې پکې 5 زنانه هم شاملې دي.

په وروستيو کې د افغانستان سره په پوله پرتو د پاکستان په قبایلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې په امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي چې پکې د زياترو زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

په پاکستان کې دا بريدونه په داسې حال کې سېوا شوي چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی دی.

د طالبانو د کابل نيولو سره داسې خبرونه مخې ته راغلي چې د افغانستان د زندانونو څخه د تحریک طالبان پاکستان غړي راخوشي کړی شوي وو.

په څلورم ستمبر د پاکستان د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) مشر جنرل فېض حمید د کابل سفر کړی او بيا طالبانو ویلي وو چې پاکستاني امنیتي پلاوي ورسره خپلې امنيتي اندېښنې څرګندې کړي او طالبانو ورته باور ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد نه کاريږي.