شاته

د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ په ريکارډ کچه بې قدره شوې ده

د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ پرله پسې په ښکته راغورځيږي او نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (15 ستمبر) د يو ډالر په بدل کې پاکستانۍ روپۍ 169روپۍ او 60 پېسې ته رسېدلې ده.

د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ د قدر کمېدو په اړه په پاکستان کې د روپو د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د روپۍ د قدر کمېدو بنيادي علت د افغانستان حالات دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې بوستان وويل، د کله نه چې طالبانو افغانستان نيولی او امریکې ورله اکاونټونه تړلي دي اوس د افغانستان بېنکونه بند دي او ټول انحصار يې په پاکستان دی.

هغه وويل په افغانستان کې په بېنکونو کې ډالرې نشته، د جولايۍ په میاشت کې د پاکستان د بهر څخه راغوښتونکو څيزونو بل پينځه نيم اربه ډالره وو هغه اوس شپږ نيمه اربه ډالرو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه د افغانستان د څيزونو طلب پاکستان پله راوړېدلی دی، نو يو علت خو يې دا دی.

هغه وويل بل علت يې په پاکستان کې د 40زرو روپو پرايز بانډ په ستمبر کې ختميږي نو خلک لګيا دي بانډونه په ډالرو کې بدلوي.

د ټريبيون ورځپاڼې د خبر ترمخه د پاکستان مرکزي بېنک د جون د میاشتې د نيمايۍ څخه د ستمبر پورې یو اعشاريه دوه بلينه ډالر انټر بېنک مارکیټ ته ورکړي چې د روپۍ غورځېدل ودروي خو دغه رقم هیڅ کار نه دی کړی.

ملک بوستان وايي دغه بيان يې ليدلی دی خو د پاکستان حکومت په ځان پورې حېران دی نو مارکيټ ته به څه ورکړي.

هغه وویل د تير کال راهسې د روپۍ په مقابله کې ډالر 18 روپۍ نور ګران شوی دی.

د ډالر په مقابله کې د روپۍ د قدر کمېدو د اغېزو په اړه بوستان وویل په ملک کې به ګراني سېوا شوي، دالونه، غوړي، پټرل او هر څه به ګران شي، زور به يې عامو خلکو ته رسي.

هغه وويل که د بهر نه د راغوښتونکو څیزونو بل کم نه شو نو خساره به نوره سېوا شي د ملک سلامتي په خطره کې پرېوتی شي، تجارتي خساره 100 ملینه ډالرو ته رسېدلې ده.

د اقتصادي چارو کار پوهه پخوانی پروفېسر منظور علي هم د افغانستان روان حالات د ډالر په مقابله کې د روپۍ بې قدره کېدل ښايي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي د ملک بوستان خبره تاييد کړه چې د 40زرو روپو بانډ ختمېدل يې هم يو علت دی.

هغه وویل په ملک کې اقتصادي پاليسۍ ګډې وډي دي د بهر نه د څيزونو راغوښتو او بهر لېږونکو څيزونو (درامداتو برامداتو) تول برابر نه دی يو علت يې دغه هم دی.

ملک بوستان وايي که چرته سنجيده ګامونه پورته نه کړی شو او سمې پاليسۍ جوړې نه کړی شوې ملک نور د تاوان سره مخ کېدی شي.

د اقتصادي چارو کار پوهه جرنلېسټ وکيل الرحمان وايي، ملک ته د بهر نه په ډالرو کې څيزونه راغوښتل کيږي او د پاکستان نه بهر څيزونه نه ځي.

هغه وويل په مارکيټ کې د ډالر طلب سېوا دی، بهر څيزونه نه لېږل کيږي چې ملک ته ډالر راشي او ډالر په يوه مخه د ملک نه بهر ووځي.

د روپۍ د قدر کمېدو د مخنیوي د ګامونو په اړه نوموړي وويل، دوه لارې دي يوه دا چې د بهر نه څيزونه راغوښتل کم کړی شي او بهر څيزونه لېږل سېوا شي خو پاکستان دغه دواړه کارونه نه شي کولی ځکه چې پاکستان زياتره تيل د بهر نه راغواړي او بهر د تيلو بيې هم لوړې دي او د تيلو نه بغېر يو کار هم نه کیږي.

هغه وويل راتلونکې مياشت پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره بيا خبرې کوي نو ايي اېم اېف یواځينۍ هيله ده که د پاکستان سره لاس کوي د روپۍ قدر يو څه راټينګېدی شي.