شاته

طالبان: د نړېول امداد هرکلی کوو، خو زمونږ په حکومت باندې د امریکا تنقید ردوو

طالبانو د نهې/سې شنبې په ورځ نړېواله ټولنه په دې وستایله چې افغانستان سره یې د سلګونه میلینه ډالرو بېړني مرستو ژمنه وکړه، خو د امریکا او نورو ملکونو له اړخه یې د طالبانو په نوي حکومت تنقید، رد کړ.

د طالبانو د حکومت د خارجه چارو نګران وزیر امیر خان متقي چې په کابل کې یې خبریالانو ته خبرې کولې، وعده وکړه چې طالبان به «په یوه ډېره شفافه طریقه» دا یقیني کړي چې نړېوال امدادونه، مستحقو کسانو ته ورسیږي.

افغانستان چې دمخه هم یو غریب هېواد و، تېرو څو لسیزو جګړو، سختو وچ کالیو، او بیا د کرونا وبا له سخت حالت سره مخ کړی دی. له هغه وخته چې طالبانو تېره میاشت واک اختیار ترلاسه کړ او امریکا او غربي اتحادیانو یې خپلې قواوې واېستلې او افغانستان باندې خارجي مرستې ودرېدلې، غریبي تر پخوا هم په افغانستان کې زیاته شوې ده.

تېره هفته طالبانو په کابل کې خپل یو نګران حکومت اعلان کړ. بل اړخ ته د ګل/دوشنبې په ورځ په جینیوا کې د نړېوالو مرستندویانو یو کنفرانس جوړ شو او په کې امداد ورکوونکو وعده وکړه چې په افغانستان کې د بشري بحران سره مقابلې دپاره به څه باندې یو بلین ډالره مرستې وکړي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان اقتصاد ړنګېدو ته نږدې دی او ممکن میلیونونو وګړو سره ډېر ژر خوراکي مواد تمام شي.

د طالبانو د حکومت د خارجه چارو نګران وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د حکومت د خارجه چارو نګران وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د خارجه چارو نګران وزیر امیرخان متقي د نهې/سې شنبې په ورځ وویل: «افغانان مرستې ته ډېر سخت ضرورت لري، خو دا بشري مرستې باید هېح سیاسي دلایلو پورې ونه تړل شي.»

متقي همدا راز په نړۍ غږ وکړ چې د افغانستان مالي اثاثې دې د کنګل حالت نه وباسي چې کابل وکړای شي د بشري بحران د لا بدتره کېدو مخه پخپله ونیسي.

له کله نه چې طالبانو په دویم ځل په افغانستان کې واک اختیار ترلاسه کړی، نړېوال بنک او د پېسو نړېوال فنډ (آئی اېم اېف) پیسو ته د افغانستان لاس رسی بند کړی. بل اړخ ته امریکا هم د افغانستان په بلینونو ډالرو زرمبادله په کابل بنده کړې ده.

امریکا او د نړۍ اکثره نور ملکونه، په عمومي توګه د طالبانو د حکومت تسلیمولو ته لېواله ندي، او طالبانو داسې یو حکومت اعلان کړی چې په کې یوه ښځه هم نشته او بل دا چې د حکومت څو اهمې عهدې داسې کسانو ته ورکړل شوي چې د امریکا او ملګرو ملتونو په تورو لېستونو کې شامل دي.

د ګل/دوشنبې په ورځ د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن په کانګرس کې ټینګار وکړ چې د طالبانو په مشرۍ د کوم حکومت سره د واشنګټن سفارتکاري تعلقاتو جوړېدل به په دې پورې اړه ولري چې طالبان د ترهګرۍ سره د مقابلې، د بشري حقونو د تحفظ، او د ښځو او اقلیتونو د حقونو ساتنې په برخه کې خپلې وعدې عملي کوي او که نه.

بلېنکن زیاته کړه: «د طالبانو لخوا چې کوم نګران حکومت اعلان شوی، هغه د نړېوالې ټولنې له اړخه ټولشمولۍ دپاره د ټاکل شویو معیارونو نه ډېر ټیټ دی، داسې یو حکومت باید وای چې په پراخه کچه یې د افغانانو نمایندګي کولی او ښځې په کې شاملې وای، داسې نه چې صرف طالبان او ملګري یې په کې وي.»

خو د طالبانو د خارجه چارو نگران وزیر امیر خان متقي دا تنقیدونه رد کړل او هغه یې د انصاف نه لېرې وبلل. هغه یو ځل بیا نړېوالې ټولنې ته ډاډ ورکړ چې طالبان به د ټولو افغانانو بشري حقونه د خلکو د دود و دستور سره سم، حفاظت کړي.

متقي دعوه وکړه چې «زمونږ حکومت پوره ټول شموله دی. په دې کې په واضحه توګه د افغاني ټولنې د هرې برخې نمایندګي کیږي. لکه څنګه چې ټول پوهېږئ، دا یو موقت حکومت دی، او مونږ نیت لرو چې مثبت بدلونونه په کې راولو. مونږ به هېچا ته او هېڅ ډلې ته اجازت ورنکړو چې زمونږ د خاورې نه د بل چا په ضد کار واخلي.»

د گل/دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرش په جېنیوا کې د افغانستان دپاره د مرستندویانو په کنفرانس کې، طالبانو سره د تعلقاتو په ساتلو ټینګار وکړ او ویې ویل هغه په دې باور دی چې د نړېوال امداد له طریقه کیدای شي په طالبانو دا زور راوستل شي چې د افغانانو د بنیادي حقونو خیال وساتي.