شاته

ملګري ملتونه: د افغانستان د ثبات لپاره جوړجاړی پکار دی

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر فلیپو ګرانډې د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ (وږې ۲۳) ویلي د افغانستان د ثبات لپاره پکاره ده چې نړیواله ټولنه او طالبان د یو بل سره د کارکولو لارې چارې پیدا کړي.​

ښاغلي ګرانډې له اسوشیټډ پرس سره په مرکه کې ویلي، نړۍ له یوه ستونزمن انتخاب سره مخ ده، او هغه دا چې باید ددې ترمنځ توازن رامنځ ته کړي چې یو منزوي افغانستان تاوتریخوالو او ګډوډیو ته داخل شي او یا هم د طالبانو په مشرۍ د یوه حکومت څخه ملاتړ وکړي.

طالبانو د اګست په ۱۵ نیټه د امریکا له ملاتړ څخه برخمن د افغانستان حکومت ړنګ کړ. د‌ طالبانو موقتې کابینې چې ټول غړي یې د یادې ډلې جګپوړي مشران دي نړیوال غبرګونونه راپارولي دي ځکه هغوی د یوه همه شموله حکومت د جوړیدو ژمنه کړې وه.

د نړۍ حکومتونو ویلي دي د افغانستان نوی حکومت به تر هغه په رسمیت ونه پيژني څو چې طالبانو یو همه شموله حکومت نه وي جوړ کړی.

ګرانډې وویل، د اقتصادي کړکیچ د مخنیوي لپاره چې د تاوتریخوالو او ګډوډیو او په پراخ ډول د خلکو د وتلو احتمال رامنځ ته کولی شي ، یو عاجل جوړجاړی پکار دی.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان له وړاندې ماتیدونکی اقتصاد به ددغه هیواد پر ګاونډیو او نړۍ هم تاثیر وکړي.

ګرانډې څرګنده کړه، هغه د طالبانو له یو شمیر مشرانو سره کتلي او دا یې موندلې چې هغوی خبرو ته غوږ نیسي ، او دا ښکاره کوي چې کیدای شي له یو شمیر هغو سره بحث وشي کوم چې لږ تند دي‌، یعني د هغوی د تیرې دورې په پرتله لږ محدود دي.

خو نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو په اړه قضاوت به د هغوی اعمالو ته په کتو وشي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي څرګنده کړه چې د افغانستان د بشري اړتیاوو څخه نړیوال ملاتړ موجود دی او د دوشنبې په ورځ د هغه هیواد له خلکو سره د مرستې په هدف ۱.۲ میلیارده ډالره راټول شول.

ګرانډې وویل، په داسې حال کې چې ژمۍ رارسیږي، د خلکو د خوراکي اړتیاوو د پوره کیدو او د سرپناه لپاره باید مرستې په عاجل ډول ورسیږي.

خو دا په یوه داسې هیواد کې چې حتی فعال بانکي سیستم هم نلري د لوژیستیکي اړخه یوه لویه ننګونه ده.

ویل کیږي چې هره ورځ په کابل کې په زرګونه کسان د بانکونو مخه ته راټولیږي‌ او هڅه کوي هغه ۲۰۰ امریکایي ډالر چې په اوونۍ کې یې د ایستلو اجازه لري، ترلاسه کړي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د روان کال تر پایه پورې به ۹۷ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ووسي.

په وروستیو کلونو کې د جګړو له امله ۳.۵ میلیونه افغانان بیځایه شوي دي او یوازې په تیره یوه میاشت کې څه باندې نیم میلیون وګړي له خپلو کورونو وتلي دي.