شاته

متقي: افغان سفارتکاران دې خپل فعالیتونه جاري وساتي

د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیر خان متقی ویلي د افغانستان کې دننه د خارجه وزارت کارکوونکو او د ملک نه بهر سفارتکارانو ته وېل شوي چې خپل فعالیتونه د دوامداره وساتي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د نهې، سه شنبې، په ورځ په کابل کې خبري غوڼدې ته وېنا کې مولوي امیر خان متقي په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې افغانستان سره مرستې دې سیاست سره نه تړي.

هغه د نړیوالو مرسته کوونکو نه وغوښتل چې په افغانستان کې د امدادي کارونو دپاره مالي امداد دې بیا شروع کړي.

په خبري کانفرنس کې، د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، امیر خان متقي د نړیوالې ټولنې شکریه هم ادا کړه چې د هغه په قول افغانستان سره د مرستې دپاره یې د مېلینونو ډالرو امداد ژمنه وکړه. هغه په امریکې غږ وکړو چې په اینده کې دوی سره لېن دېن کې د "پراخ زړه" نه کار واخلي.

ای اېف پي وايي د ښاغلي متقي د خبرو نه یوه ورځ وړاندې ملګرو ملتونو افغانستان سره د امداد دپاره د یو اشاریه دوه ارب ډالرو ژمنه وکړه.

د طالبانو خارجه وزیر وویل طالبان به د نړیوال امداد پېسې په عقل مندۍ او د غربت په ختمولو مصرفوي.

رویټرز وايي په کابل د طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته ګڼ شمېر نړیوالو مرسته کوونکو افغانستان نه امداد ځنډولی دی او د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ترمخه امریکې د افغانستان اربونو ډالرې منجمد کړي دي.

متقي وویل طالبانو افغانستان نه د امریکې د اخیري امریکايي شهري د وتلو پورې مرسته وکړه خو د مننې په ځای امرېکې "زمونږ اثاثې" منجمد کړې.

د طالبانو خارجه وزیر وویل نړیوالې ټولنې ته نه دي پکار چې د افغانستان سره مرسته د سیاست سره مشروط کړي.

نړیوالي ټولنې لا طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په څېر نه دي منلي.

د ملګرو ملتونو ترڅنګ د انساني حقونو تنظیمونو په طالبانو غږ کړی چې د مېرمنو او د اقلیتونو د حقونو تحفظ دې وکړي.

د طالبانو په موقتي کابېنه کې مېرمنې نمایندګي نه لري چې نړیوالې ټولنې پې تشویش څرګند کړی دی.

یادونه: په دې رپورټ کې د رویټرز او ای اېف پي خبري ادارو معلومات شامل دي