شاته

بلېنکن سنېټرانو ته: افغانانو سره به بشري مرستې جاري ساتو

یوه ورځ پس له هغه چې امریکې د افغانستان له خلکو سره د نوي بشري امداد دپاره د څلور شپېته (۶۴) میلینه ډالرو مرستې اعلان وکړ، د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن ویلي چې هېواد به يې د ملګرو ملتونو د ادارو، او د غیردولتي تنظیمونو له طریقه افغانانو سره خپلې بشري مرستې جاري وساتي.

د نهې/سې شنبې په ورځ د امریکې سنېټ د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې یو ځل بیا د خارجه وزیر انټني بلېنکن نه د افغانستانه تېره میاشت د امریکایي قواوو د انخلا په حوالې سره سختې پوښتنې وشوې.

بلېنکن وویل چې اضافي مرستې به «اهم صحي او خوراکي ضرورتونه پوره کړي، د ښځو، ماشومانو، او اقلیتونو د تحفظ په اړه فکرمندیو باندې، او سکول ته د لا زیاتو ماشومانو – خاص ډول د جینکو – د بېرته تګ په لاره کې ولګول شي.»

د امریکا دا امداد، چې د طالبانو به ورباندې څه اختیار نه وي، نېغ په نېغه د افغانستان خلکو ته رسول کیږي. او بله دا چې روان مالي کال کې امریکا ټول ټال قریب درې سوه دېرش (۳۳۰) میلینه ډالره د افغانستان له خلکو سره مرسته کړې ده.

ملګرو ملتونو درخواست کړی و چې د سږکال تر پایه پورې دې شپږسوه و شپږ (۶۰۶) میلینه ډالره د نړېوالو له خوا د خوراک، صحت، سرپناه، او نورو بنیادي ضرورتونو دپاره د افغانستان له یوولس میلینه اړمنو خلکو سره مرسته وشي. دوه ورځې مخکې د ملګرو ملتونو په مشرۍ یوې غونډې کې، نړېوالو افغانستان سره د څه باندې زر میلینه ډالرو امداد ژمنه وکړه.

بل پلو سږ کال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې وخت هم دا دی رارسېدلی خو دا چې طالبان به د افغانستان په استازیتوب دې اسمبلې کې برخه اخیستلی وشي او که نه، لا تر اوسه نه ده څرګنده شوې.

په واشنګټن کې د نهې/سې شنبې په ورځ د سنېټ د خارجه کمیټې په ناسته کې د دې کمیټې مشر، سنېټر باب مننډېز وویل دا چې طالبان به پخپلو وعدو کلک ودریږي او دا چې امریکا د طالبانو نه د نوې تګلارې هیله وکړي، دا خیال کول، «هسې یو بکواس دي».

هغه په نورو ملکونو هم غږ وکړ چې په دوه اړخیزه توګه دې د طالبانو حکومت نه تسلیموي.

سنېټر باب مننډېز زیاته کړه: «مونږ اوس پوهېږو چې طالبانو هېڅ د سیاسي لارې روغې جوړې نیت نه درلوده. هغو هېڅ دا نیت نه درلود چې له القاعده سره تعلقات پرې کړي. او په واضحه توګه، هېڅ نیت یې نه درلود چې ښځو ته دې د هغوی حق ورکړي او دا اجازت دې ورکړي چې په معاشره کې پوره برخه واخلي.»

بل پلو د امریکا آیداهو ریاست نه سنېټر جېمز رایش چې د سنېټ د خارجي کمیټې په غړو کې مخکښ رېپبلېکن سنېټر ګڼل کیږي، وویل، «هر هغه ملک چې په دې وروستیو حملو کې یې د طالبانو مدد کړی وي، هغه به له امریکا سره خپلو تعلقاتو کې د سټراټیجیکي تنزیل له خطرې سره مخ وي.»

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د ګل/دوشنبې په ورځ هم د کانګرس د استازو اېوان د خارجي چارو کمیټې کې وضاحتونه ورکړل، او ویې ویل، هغه پخپله د طالبانو له مشرتابه غړو سره خبرې ندي کړي. بلېنکن د نهې/سې شنبې په ورځ زیاته کړه، دا چې طالبان له نړېوالې ورورولۍ نه ځان ته د قانوني حیثیت او ملاتړ غوښتنه کوي، په دې پورې اړه لري چې هغوی په عمل کې څه کوي.

د ځینو پوښتنو په ځواب کې، بلېنکن له افغانستانه د شل کاله جنګ وروسته د امریکایي قواوو د راایستلو په اړه د صدر بایډن د فیصلې ډېره کلکه ننګه وکړه. هغه وویل: «د چین او روس په شان سټراټیجیکو سیالان – او یا د ایران او شمالي کوریا غوندې دښمنان – به ډېر په دې خوشحاله شوي وای که امریکا شل کلن جنګ بیا تود کړی و، او په افغانستان کې د یوې بلې لسیزې دپاره ګېر پاته و.»

یاده دې وي چې د اګسټ میاشتې په نیمایي کې چې صدر اشرف غني له کابل نه متحده عربي اماراتو ته وتښتېد، طالبانو په کابل قبضه ولګوله. د اګسټ تر آخره، امریکا شاوخوا یو لاک و څلرویشت زره کسان چې اکثره یې افغانان و، له کابل نه په طیارو کې وایستل.