شاته

لاسیت ملینګا له کرکټ څخه استعفا وکړه

د سري لانکا د کرکټ مشهور لوبغاړي او چټک توپ اچوونکي لاسیت ملینګا له کرکټ څخه استعفا اعلان کړه.

ښاغلي ملینګا د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۴ (وږي۲۳) په خپل ټویټر او یوټیوب چېنل کې دا اعلان کړی دی.

ملینګا د سري لانکا او نړۍ یو مشهور او تیز توپ اچوونکی او د وېښتو ځانګړي سټایل یې هم د ډېرو مینه والو لپاره په زړه پوری و.

ښاغلي ملینګا په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «د خپلو ۲۰اوریزو لوبو بوټان ځوړندوم «له پښو یې وباسم» او له هر ډول کرکټ څخه استعفا کوم. له هغوی ټولو مننه چې په دغه سفر کې یې زما مرسته کړې ده. زه به په را روانو کلونو کې له ځوان کرکټ ‌لوبغاو سره خپلې تجربې شریکې کړم.»

د کرکټ‌ نړیوالې شورا هم په خپل ویبسایټ کې د ښاغلي ملینګا دا ټویټ خپور کړی دی.

لاسیت ملینګا همدغه راز ویلي دي‌ چې ده ځکه استعفا وکړه چې ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي چې ځانونه ثابت کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا په خپل ویبسایټ کې لیکلي دي چې ښاغلي ملینګا د سري لانکا لپاره ۳۰ټست لوبې، ۲۲۶یوه ورځنۍ او ۸۴شل اوریزې لوبې کړي او په دغو نړیوالو لوبو کې یې ټولټال ۵۴۶کسان سوځولي دي.

ښاغلي ملینګا د سري لانکا یوازینی لوبغاړی دی چې په یوې ورځنیو لوبو کې یې درې او په شل اوریزو لوبو کې دوه هېټریک (په دریو پرلپسې توپونو درې لوبغاړي سوځول» کړي دي.

لاسیت ملینګا په ۲۰۰۴کې د سريلانکا لپاره نړیوالې لوبې پیل کړې. هغه د هند په مشهور لیګ آی پي ال کې هم لوبېدلی دی.