شاته

امریکا کې د سپيو په مرسته د کرونا ویروس تشخیص 

چارواکي وايي د امریکا د متحدو ایالتونو د میامي په هوايي ډګر کې د سپیانو په مرسته د کرونا د تشخیص ازمایښې پروسه پیل شوې ده.

تر دې مخکې د مخدره موادو د کشف او د چاودیدونکو توکو د تشخیص لپاره د سپیانو څخه کار اخیستل کېده خو دا لومړی ځل دی چې د کرونا د تشخیص لپاره له سپیو څخه کار اخیستل کېږي.

اوس مهال د میامي په نړیوال هوایي ډګر کې دوه تربیه شوي سپیان چې یو یې بلجیمي شپرد او بل یې هالندي شپرد دی، د مسافرینو ماسکونه بوي کوي چې د کرونا ویروس علایم تشخصی کړي.

د میامي ښارواله، دانییلا لوین کاوا ددغې برنامې په اړه یوې بیانیې کې وویل: «دغې وبا مونږ مجبور کړي یو چې د ویروس د لا خپریدو مخنیوي لپاره نوښت وکړو او نوې لارې چارې ولټوو.»

د هوایي ډګر مسؤلین وایي چې دواړه سپيان د فلوریډا په بین المللي پوهنتون کې روزل شوي دي او تر دې دمه یې د کروناویروس تشخیص ۹۶ څخه تر ۹۹ سلنې پورې دقېق دی.

که دغه سپي کومه مثبته پيښه تشخیصه کړي، په ډیرې چټکۍ سره مسؤلین هغه کس د کرونا ویروس لپاره معاینه کوي.

د میامي د نړیوال هوایي ډګر مسؤلین وایي چې دغه په متحده ایالتونو کې لومړی هوايي ډګر دی چې د کرونا د تشخیص لپاره پکې له سپیانو ګټه اخیستل کیږي.

په لندن کې د طب د پوهنتون استاد، جیمز لوګن وایي چې له دې وړاندې له سپیو څخه په نړۍ کې د ملاریا د تشخیص لپاره کار اخیستل شوی و.

د جیمز په وینا، سپي ویروس نه بلکه د انسان د بدن بوی پیژني چې بدن ته د ویروس تر ننوتلو وروسته بدلیږي. هغه وایي چې له دغو سپیانو څخه د هوایي ډګرونو، اورګاډو تمځایونو، روغتونونو او ښوونځیو کې هم ګټه اخیستل کیدای شي.

له دې وړاندې د فنلند او بریتانیا په ګډون ځینو هیوادونو کې د کروناویروس د تشخیص لپاره له سپیانو څخه ګټه اخیستل شوې ده.