شاته

ترکیه نور افغانان نه مني او له نړیوالو یې د جدي اقدام غوښتنه کړې 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته په اشارې ویلي دي چې میلیونونه بېځایه شوي افغانان له بشري ناورین سره مخامخ دي. هغه وايي اوس په دې اړه د جدي اقدام وخت دی.

نوموړي د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۴ (وږي۲۳) په سویس کې د ملګرو ملتونو له لورې د افغان کډوالو په اړه یو جوړ شوي کنفرانس کې په نړۍ باندې د افغانستان د امنیتي او بشري ناورین د مستقیم اغیز په اړه خبرداری ورکړ.

ترکي چارواکي اندېښنه لري‌ چې په افغانستان کې د وضعیت له خرابیدو سره به ډېر افغانان مهاجر شي، ترکیې او بیا به له هغه ځای څخه اروپا ته مخه کړي.

له ایران سره سرحد ته نژدې د ترکیې په وان ولایت کې چارواکي وايي چې د افغان مهاجرو د مخنیوي لپاره یې لوی دیوال جوړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي تېره اونۍ ترکیې ته ولاړ او هلته یې له چارواکو څخه مننه وکړه چې څه باندې څلور میلیون مهاجرو ته یې پناه ورکړې ده، په مهاجرو کې یې اکثریت د سوریې دي.

د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د تړون په اساس انقره له دغې ټولنې څخه میلیاردونه ډالر ترلاسه کوي‌ چې د سوریې مهاجر وساتي. اکثریت مهاجر غواړي‌ اروپا ته ولاړ شي.

د اروپايی ټولنې ځینو مشرانو ویلي دي چې باید په دغه تړون کې افغان کډوال هم اضافه شي، خو د ترکیې لوی مخالف سیاسي ګوند د دغه وړاندیز مخالفت کړی.

تېره اونۍ د اروپايي ټولنې ځینو مشرانو ترکیې ته سفرونه وکړل چې چارواکي د نورو مهاجرو منلو ته وهڅوي، خو ترکیه وايي چې نور مهاجر نشي منلای او باید اروپايي هېوادونه هم دغه پیټي‌ ته اوږه ورکړي.