شاته

دپښتونخوا حکومت وایي صوبه کې به بلدیاتي ټاکنې پړاؤ په پړاؤ کوي

د خېبر پښتونخوا حکومت ويلي صوبه کې به په مرحله وار ډول یا پړاؤ په پړاؤ بلدياتي ټاکنې ترسره کوي خو دغو ټاکنو دپاره یې کومه ښکاره نېټه نه ده ورکړې۔

د الیکشن کمیشن چارواکي وايي د دوئ لخوا د ټاکنو ټولې تيارۍ مکمل دي او چې صوبایي حکومت کله هم نېټه اعلان کړي دوئ کولې شي چې انتخابات ترسره کړي۔

پخواني دبلدياتي نظام غړي وایي صوبایې حکومت ويره لري چې ملک کې دګرانۍ سیوا کیدو له امله د حکومت دمقبولیت ګراف په ښکته تللی ځکه اوس دوئ بلدیاتي ټاکنو نه ډډه کوي.

دخېبر پښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو ځانګړي معاون کامران بنګش د ګل په ورځ يوې خبري غونډې ته ويلي دوئ په مرحله وار ډول صوبه کې دبلدياتي انتخاباتو کولو پريکړه کړې ده۔

دکابينې د غونډې وروسته کامران بنګش ميډيا ته وويل په کليوالو سيمو کې د ويلج کونسل او ښاريو کې دنائيبر هوډ کونسل انتخابات به په وړومبي پړاؤ کې تر سره کيږي.

هغه وایي داليکشن کمېشن چارواکو حکومت ته ویلي چې په شل زره پولنګ شټیشنو په يوه ورځ ټاکنو کولو کې به ورته ډير مشکلات وي او کال ۲۰۱۵ کي هم ډير مشکلات مخې ته راغلي وؤ.

کامران بنګش وويل تر دې وروسته به دتحصيل او سټي کونسل ټاکنې په دویم پړاؤ کې کيږي۔

د خېبر پښتونخوا داليکشن کمیشن وياند سهیل احمد وي او ای ډیوه ته ویلي دبلدياتي ټاکنو د پاره د دوئ ټولې تيارۍ مکمل دي۔

هغه وایي پکار ده چې حکومت د ضلعو په کچه مرحله وار ټولو چوکیو باندي ټاکنې ترسره کړي نو هله به دوئ د ستونزو نه بچ پاتې شي۔

په خېبر پښتونخوا کې په کال ۲۰۱۵م کې د شوؤ ټاکنو موده په اګست کال ۲۰۱۹ کې سرته رسېدلې او د انتخاباتو د قانون له مخې صوبایي حکومت ته په څلورو میاشتو یا ۱۲۰ ورځو کې دننه نوي انتخابات ترسره کول وؤ.

دمردان پخواني ضلعي ناظم حمايت الله ميار وايي دصوبایې حکومت خلاف په پېښور هايکورت کې هم قضیه روانه ده او د سپريم کورټ لخوا هم ورته وینا شوې چې بلدياتي ټاکني وکړي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې نوموړې وويل د بلدياتي ټاکنو نه ترسره کيدو له امله په لاندې کچه عام اولس د پرمختيایي کارونو نه محرومه دی۔

کامران بنګش د ګل په ورځ خبري غونډي ته په وینا کې نه دي ويلي چې بلدياتي انتخابات به کله تر سره کیږي خو څه موده وړاندې صوبایي وزير اکبر ايوب خان دکرمې ضلعې د سفر په مهال ويلي وؤ چې د ستمبر مياشت کې به انتخابات ترسره کیږي۔

په صوبه کې په بلدياتي ټاکنو ځنډيدو د سياسي ګوندونو سره سره د بشري حقونو سازمان هم خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي ۔

کمیشن په خپل وروستي رپورټ کې ويلي وؤ د مقامي حکومتونو د نيشتوالي امله د کال 21-2020 د پاره دمتختص کړل شوؤ 46 اربه روپو بجټ کې يوازې درې اربه روپۍ لګول شوې وې او د عام اولس د پرمتختګ لپاره ترقياتي پروژو باندې ډېر اثر پرېوتی دی۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی