شاته

دامریکایي ډالر مقابله کې د پاکستاني روپۍ ارزښت په ریکارډ کچه غورځېدلی

دپاکستان تاریخ کې په وړومبي ځل دامریکایي ډالر په مقابله کې دپاکستاني روپۍ ارزښت ریکارډ کچې ته غورځېدلی اؤ د نهې یا سه شنبې په ورځ یو امریکایي ډالر په 168 روپو اؤ 90 پیسو تبادله شوی دی.

دپاکستان ډاڼ ورځپاڼې پخپله ویب پاڼه لیکلي چې تیره ورځ یو امریکایي ډالر په 168 روپۍ اؤ 9پیسو تبادله شوی ؤ خو نن دسه شنبې په ورځ بیا د ورځې په 11 بجو اؤ 41 دقیقو د ډالر نرخ د روپۍ په مقابله کې 168روپو اؤ 90 پیسو ته لوړ شو.

تر دې وړاندې پروسکال په 26م اګست ډالر دپاکستانۍ روپۍ مقابله کې 168روپو اؤ 43پیسو ته رسیدلی ؤ چې بیا یې اسټیټ بینک دقابو کولو دپاره ګامونه اخستل پیل کړي وؤ.

دپوهانو په وینا دا مهال دپاکستان درامدات زیات دي او پاکستان کې ډالر کم دي او غوښتنه یې زیاته ده او ددې له امله دپاکستان روپۍ دفشار لاندې ده او نرخ یې پرله پسې کمیږي.

پوهان وايي په کال ۲۰۱۹ کې د پاکستان حکومت د شپږو اربو ډالرو د پور تړون لاس لیک کړی ؤ چې پکې دا شرط هم ؤ چې پاکستاني کرنسي یا روپۍ به په مارکیټ کې ازاده پریښودل کیږی او مرکزی حکومت به د روپۍ په بيعه کې مداخلت نه کوي.

داقتصاد ماهر سجاد احمد وایي د روپۍ بيعه د درامدي بل د زیاتوالي په وجه غورځېږي .

ډیوه سره خبرو کې هغه تیره اوونۍ ویلي وؤ اسټیټ بینک د روپۍ د کنټرول ساتلو دپاره په مارکیټ کې مداخلت نه کوي او دپاکستان کرنټ اکاونټ خساره مخ په زیاتوالي روانه ده او دروپۍ قیمت غورځېږي.

د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر هم ډيوه ته ویلي وؤ د پاکستان درامدات زیات شوي او په جولایي او اګست کې دمیاشتی په حساب درامدات د شپږ اربه ډالره نه زیات شوي.

دمهتاب حیدر په وینا په پاکستان کی د درامداتو د زیات والي له امله د ډالر غوښتنه زیاته ده او د هغې له امله په پاکستاني روپۍ فشار زیاتیږي.

دپاکستان مرکزی بینک وایي ‌دا وخت په پاکستان کې غیر دملکي زرمبادلې ذخیره د ۲۷ اربو ډالرو نه زیاته ده او یوازې د اسټیټ بینک ذخیره ۲۰ اربه ډالره ته رسیدلې ده

د پیسو دتبادلې کاروباریان وایي په تیرو ۴ میاشتو کې دپاکستاني روپۍ په پرتله د ډالر نرخ کې د 10 فیصدي نه زیاته اضافه شوې ده.