شاته

جنوبي وزیرستان:په پاکستاني پوځیانو ځانمرګي برید،یو عسکر وژل شوی،پینځه ژوبل

افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځي عسکرو د یو کاروان ترڅنګ ځان مرګي برید کې یو عسکر وژل شوی او پینځه نور ټپيان شوي چې پکې د دریوؤ حالت مرګونی ښودل کیږي.

پاکستاني طالبانو دې پیښې ذمه داري پغاړه اخستې ده.

د جنوبي وزیرستان دپولیسو ضلعي مشر شوکت علي تاید کړې چې دا یو ځان مرګې برید ؤ چې تیره ورځ د لدها تحصیل کې د لدها پل په سیمه کې په لویې سړک روان د پوځي سرتیرو په کاروان شوی.

وي او ای ډیوه ته هغه ویلي د پوځي سرتیرو کاروان د معمول په ګشت روان ؤ او د برید په پایله کې پینځه عسکر ټپی شوي چې پکې یو بیا وروسته په روغتون کې ساه ورکړې.

د پولیسو مشر وویل دې پیښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه نه ګېره اچولې او لټون عملیات پکې روان دي.

هغه وایي سیمې نه پولیسو ته د بریدکونکي د وجود تکړې تر لاسه شوي اؤ پولیسو خپلې پلټنې پیل کړي دي.

پاکستاني طالبانو ددغه پېښې پړه پغاړه اخستې اؤ دعوه یې کړې چې برید کې د لسو نه زیات پاکستاني پوځي سر تیري وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د طالبانو یوې باوري سرچینې ویلي تیره اوونۍ د تحریک دمشر مفتي نور ولي په مشرۍ نا معلوم ځائ کې د تحریک دمشرانو غونډه شوې ده چې پکې د افغانستان جیلونو څخه را خوشې شوؤ طالب مشرانو هم ګډون کولو .

سرچینې وایي ددې غونډې پرمهال پریکړه شوې چې پاکستان کې هم اسلامي نظام جوړولو لپاره ګامونه نور جدي کوي.

د پاکستان پوځ لا په دې اړوند څه نه دي ویلي خو په علاقه کې امنیتي سرچینو وویل دا په سیمه کې په تیرو درېوؤ ورځو کې دویم ځان مرګي برید دی.

تیر برید په 11م اګست په یاده علاقه کې شوی ؤ چې پکې دپوځ یو لوړپوړی افسر یا بریګیډیر سره د درېوؤ نورو سرتیرو ټپي شوی ؤ.

په جنوبي وزیرستان کې یو وارې بیا په امنیتي سرتیرو بریدونه سیوا شوي چې پکې د ګڼو امنیتي سرتیرو د وژل کیدو راپورټونه تر لاسه کیږي.

چرته چې د نا امنۍ پیښې کیږي دغلته د پاکستان پوځ په کال 2009 م کې عملیات کړي وؤ او دا علاقې یې د نا امنۍ نه پاکې ګرځولې دي او د عملیاتو له امله بې کوره شوي خلک یې بیرته خپلو علاقو ته ستانه کړي دي.

د علاقې د پولیسو مشر شوکت علي وایي دا خبره سمه ده چې اوس د تیر په څېر حالات نه دي خو جنوبي وزیرستان د افغانستان سره پوله لري، ځنګلات پکې زیات دي او وسله وال د برید کولو وروسته بیا په دې ځنګلونو کې پټ شي.

پاکستان کې له دې پېښې وړاندې وروستی ځان مرګي برید د تېرې جولایي دمیاشتې په څوارلسمه نېټه په داسو بر کوهستان سیمه کې د چینايي کارکوونکو په بس شوی ؤ او دهیواد خارجه وزیر شاه محمود قریشي ددې برید تورونه دهند او افغانستان په استخباراتي ادارو پورې کړي وؤ.

د پاکستان د امنيت يوې څيړنيزې ادارې په خپل وروستي رپورټ کې ويلي د روان کال د اګست په مياشت کې دکال ۲۰۱۶ وروسته په يوه مياشت کې دپاکستان دننه تر ټولو زيات وسله وال بريدونه شوي دي۔

د رپورټ تر مخه د اګست مياشت کې په ټول هیواد کې نزدې ۴۵ بريدونه شوي چې پکې نزدې 64 تنان وژل شوي ، په وژل شوؤ کسانو کې 34 عام وګړي او 22 د امنيتي ادارو غړې شامل دي.

رپورټ کې ويل شوي د بدامنۍ ترټولو زياتې پېښې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې رپورټ شوي دي۔

څيړونکي وايي د بد امنۍ پېښو کې زياتوالی په داسې حال کې مخې ته راغلی چې ګاونډې هېواد کې افغان طالبانو واک ترلاسه کړی او ددغه هیواد د جيلونو نه پاکستاني طالبان خوشې کړی شوي دي۔

په پاکستان کې په دې وروستيو میاشتو کې د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو په اړه د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ايي ایس پي آر مشر بابر افتخار په (17 جولايي) ويلي وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې دبلې غاړې (افغانستان لوري) ته روانو حالاتو سره تړلې دي،

هغه ویلی وؤ دا وخت دپاکستان دپوځي عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.