شاته

چاغي:ایران سره دپولو تړل کیدو په ضد کاروباریانو اؤ سیاسي فعالینو احتجاج کړی

د پاکستان او ايران پر پوله د راهدارۍ دروازې ته نزدي د چاغي ضلعې د تفتان په بازارچه سېمه کې ځایي سیاسي فعالانو اؤ کاروباري تنظیمونو ایران سره په پولو دتګ راتګ اؤ تجارت بندیدو په ضد د دوشنبې په ورځ احتجاجي مظاهره او پرلت کړی دی۔

دغه احتجاج د مزدور يونين، انجمن تاجران او د ټولو ځایي سياسي ګوندونو له لوري ترسره شوی۔

احتجاج کونکو و وي او اې ډيوه ته وويل چې د پاکستان او ايران تر منځ د راهدارۍ په نامه دروازه د روان کال له فرورۍ مياشتې، زيرو پواينټ دروازه له تيرو پنځوؤ مياشتو او د بازارچه په نامه دروازه له تيرو څلويښتو ورځو راهسې تړل شوې،

د چاغي لپاره د جماعت علما اسلام ګوند ضلعي امير مولوي نجيب الله چې په ياد پرلت کې یې ګډون درلود، ډيوه ته وويل د پاکستان او ايران تر منځ د يادو دروازو له تړلو سره د ځايې خلکو روزګار په ټپه دريدلی او د خلګو ژوند له مشکلاتو سره مخ شوی دی،

“د احتجاجي جماعتونو د ناستي مقصد دا دی چې څلور دروازې دي هغه يې بندې کړې دي ، ددې له وجې خلک له ډيرو پريشانيانو سره مخ دي او بلکل يې معاشي قتل روان دی"

دتفتان ښار د تجارانو د يونين مشر امان الله محمد حسني وايي، د پاکستان او ايران تر منځ د پاکستان ګېټ په نامه دروازه په وړومبي ځل د کرونا وايرس د خپريدو له امله تړل شوي وه ،

هغه وایي د ايران له لوري خلک ،پاکستان ته راځي او تجارتي مال راوړي،

دده په خبره پاکستاني چارواکي ځايي خلک ، تجاران او مال وړونکې لارۍ و ايران ته نه پرېږدي ،

" له تېرې يوې مياشتې راهسې زموږ احتجاج روان دی، زيرو پواينټ له تېر يو کال راهسې بند دی، اوس له تيرې يوې نيمې مياشتې څخه يې بازارچه ګېټ بند کړی دی، زموږ پاسپوټ لرونکي تجاران چې د شپږ‎و مياشتو يا کال ويزې يې لګولې دي، هغوئ ته هم ايران د تللو اجازت نشته، د هغوی د ويزو وخت ختم کيږ‎ي"

نوموړی وایي "ايران چې زموږ ګاونډی هيواد دی له هغه لوري خو ګاډۍ والا هم راځي، د پاسپورټ والا هم راځي،که د کرونا له وجې بنديز دی خو له دواړو خواؤ دې وي، که چېرې نه وي نو د دواړو لورو و خلکو ته دې اجازت نه وي"

له ايران سره دسرحدي دروازو دتړلو او په تفتان کې د احتجاج په باب دبلوچستان ايالت دکورنيو چارو وزير ضيا لانګو د دوشنبې په ماښام دبلوچستان ايالتي اسمبلۍ ته دوينا پر مهال وويل، يادې دروازې دوئ نه، بلکې دايران دحکومت له لوري تړل شوې دي.

د ضيا لانګو په خبره په دې اړه يې د پاکستان له مرکزي حکومت او له ايراني چارواکو سره خبري روانې دي۔

“ پر سرحد باندې يو د بي بي نمبر ۷۲ په نامه دروازه ده چې د لارويو د تګ راتګ لپاره خلاصه ده او خلک پرې ځي او راځي ، خو د کرونا ناروغي له وجې وخلکو ته نوې ويزې نه ورکول کېږې،د نورو خلکو لپاره هيڅ کومه پابندي نشته"

دکورنیو چارو وزیر وایي "يوه بله دروازه ده د ګېټ نمبر ۷۳ ای په نامه، د هغه لپاره زموږ مرستيال کمشنرله ايراني چارواکو سره ناستې کړي، او هغوئ ته زموږ د حکومت له طرفه په ليکلې بڼه خواست شوی چې تاسو سرحد خلاص کړئ تر څو زموږ خلک کاروبار شروع کړي ، زموږ له لوري يو ډول خنډ نشته ، ايراني چارواکو هغه بند کړي دي"۔

د رواني مياشتې پر دويمه نېټه هم د تفتان ښار پر لوی سړک هم د سرحدي دروازو د تړل کیدو په خلاف پرلت شوی و کوم چې وروسته بيا د تفتان د مرستيال کمشنر په غوښتنه ختم کړل شو،

احتجاج کونکې وايې چې هغه وخت مرستيال کمشنر ډاډ ورکړی و چې پوله به ژر تر ژر خلاصه کړي،

دوئ وايي چې دولس ورځې تيرې شوې خو لاهم دوئ سره کړې ژمنې پوره شوي نه دي۔

د حکومت او احتجاج کوونکو تر ميان يو وار بيا له مذاکراتو ورسته احتجاج کوونکو خپل احتجاج ختم کړ او و حکومت ته يې د څلورو ورځو مهلت ورکړو،

دوئ وايي که بيا يې هم غوښتنې ونه منل شي په سخت احتجاج به لاس پورې کړي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.