شاته

ملګري ملتونه: طالبان د ښځو حقونو ته درناوی نه کوي له محرم پرته د کوره نشي وتلی

په ملګرو ملتونو کې د ښځو د برخې استازې الیسن ډېویډیان چې له کابله یې خبرې کولې ویلي، طالبانو په وار- وار ویلي وو چې د اسلام په چوکاټ کې به د ښځو د حقونو درناوی کوي، خو د هغې په خبره اوس هره ورځ داسې راپورونه را رسېږي چې طالبان د ښځو د حقونو درناوی نه کوي.

هغې چې په نیویارک کې دېره خبریالانو ته د ویډیو کنفرانس له لارې له کابله څرګندونې کولې ویلي، اوس ښځې له محرم پرته له کوره له وتلو منع کړای شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په وروستیو ورځو کې د کابل تر څنګ په څو ولایتونو کې په سلګونو ښځې د طالبانو د تګ لارو پر خلاف په لاریون راووتلې. دوی د پاکستان خلاف شعارونه هم ورکول.

په ځواب کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پرون ماښام په یوه اعلامیه کې وویل چې د اوس لپاره دې څوک تر هېڅ نوم او عنوان لاندې د مظاهرو د جوړېدو هڅه نه کوي.

د مظاهرو پر مهال د خبریالانو په ګډون ځینې کسان نیول شوي، یا هم وهل ټکول شوي دي.

طالبانو د تېرو ورځو مظاهرې د مغرضو کړیو کار بللی او ویلې یې دي له دې وروسته باید له اړوندو ادارو د مظاهرو اجازه واخیستل شي او کره وخت او ځای یې مشخص وي.

طالبانو د سې شنبې په ورځ خپله کابینه چې دغې ډلې سرپرسته بللې اعلان کړه چې ۳۳ غړي لري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي په ټویټر کې لیکلي، د طالبانو د ۳۳کسیزې کابینې له ډلې د رئیس د دوو مرستیالانو، کورنیو چارو، دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون ۱۷غړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې شامل دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی دایمي استازی غلام محمد اسحاقزی
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی دایمي استازی غلام محمد اسحاقزی

د طالبانو کابینه چې یوه ښځه هم په کې نه شته، د رئیس الوزرا له خوا چې ملا محمد حسن ورته ټاکل شوی، رهبري کېږي.

د کابینې له اعلان وروسته د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته وویل چې اعلان شوې کابینه د وضعیت مهار لپاره موقتي پرېکړه وه او په راتلونکې کابینه کې به ټولو اړخونو ته د اړتیا په صورت کې ځای ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا، ملا محمد حسن له الجزیرې سره په هغه مرکه کې چې پرون خپره شوې، ویلي د افغانستان پخواني چارواکي چې له هېواده وتلي بېرته دې ستانه شي چې د ده په وینا خوندیتوب به یې تضمین وي.

که څه هم طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې، خو په بېلابېلو ولایتونو کې په هدفي حملو کې ځینې پخواني چارواکي او نورې مخکښې څېرې وژل شوي دي.

د طالبانو تُند دریځ ته په پام سره د نړۍ ګڼ هېوادونه د دوی کړنې په دقت څاري او ګوري چې دوی څومره پر خپلو ژمنو عمل کوي.

د اسټرالیا د کرکټ ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل، تر هغو چې طالبانو د ښځو د سپورټي فعالیت اجازه نه وي ورکړې، له افغانستان سره به د کرکټ ټېسټ لوبه لغوه کړي. دغه مسابقه د نوومبر میاشتې ۲۷مې ته پلان شوې وه.

د اسټرالیا رسنیو د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د مرستیال احمدالله وثیق خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي، فکر نه کوي چې ښځو ته دې د کرکټ لوبې اجازه ورکړل شي.

وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک او د متحده ایالاتو د خزانې وزارت له افغانستان سره خپلې ټولې مالي مرستې بندې کړې، خو چین د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د بشري مرستو، خوړو او کرونا ضد واکسین په برخه کې له افغانستان سره د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت ماله مرسته کوي.

احمدالله وثیق ویلي فکر نه کوي چې ښځو ته دې د کرکټ لوبې اجازه ورکړل شي.
احمدالله وثیق ویلي فکر نه کوي چې ښځو ته دې د کرکټ لوبې اجازه ورکړل شي.

بل خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه ویاند سهیل شاهین د چهارشنبې په ورځ د چین په یوه ټلوېزیوني پروګرام کې وویل، افغانستان هیله من دی چې له چین سره همکاري وکړي او د هغه هېواد او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اتصال په یوې نقطه بدل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د سمون ادارې شااوخوا ۱۱ میلیونه افغانانو ته چې په روان کال کې د لوږې او وچکالۍ له ګواښ سره مخامخ دي، د بشري مرستو لپاره ۶۰۰ میلیون ډالره بېړنۍ بسپنه غوښتې ده.

طالبانو د اګسټ پر پنځلسمه پر افغانستان ولکه ټینګه کړه چې د اګسټ تر ۳۱مې په زرګونو افغانان له افغانستانه ووتل، خو د امریکايي وګړو په ګډون ګڼ نور کسان په افغانستان کې وتلو ته انتظار دي.

اوس د طالبانو چارواکو ویلي، دوی به ۲۰۰ امریکايي وګړو ته اجازه ورکوي چې درېیم هېواد ته لاړ شي.

دا هغه کسان دي چې د کابل له نړیوال هوايي ډګره د امریکا د تخلیې له عملیاتو وروسته په افغانستان کې راګیر پاتې دي.

یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، طالبان اوس د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د فشار په نتیجه کې د دغو ۲۰۰ کسانو وتلو ته زمینه برابروي.