شاته

'جي شل' هېوادونه ایټالیا کې د کرونا وبا د مهارولو لپاره پر نورو اقداماتو بحث کوي

په پام کې ده د جي شل (G-20) ډلې هېوادونو د روغتیا وزیران نن په ایټالیا کې سره جرګه شي چې د کرونا وبا د مهارولو لپاره پر نورو اقداماتو بحث وکړي.

دغه دوه ورځنۍ غونډه به د کرونا ویروس په وړاندې د روانو هڅو ترڅنګ پر نورو وباګانو د غلبې لپاره پر ستراتېژیو متمرکزه وي.

د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د دې دوه ورځنۍ غونډې تنظیموونکو ویلي، د غونډې هدف د همکاریو، پیوستون او عدالت د یوه قوي پیغام رسول دي چې هېڅوک باید شا ته پاتې نه‌وي.

دغه غونډه د جي شل ډلې د غړو هېوادونو له‌خوا تنظیم شوې چې پیاوړی اقتصاد لري او دغه ډله به د اکټوبر په وروستیو کې د یوې سرمشریزې کوربه‌­توب هم کوي.

د ایټالیا د روغتیا وزیر روبرټو سپیرانزا چې پرون‌یې د رواني روغتیا په اړه د متخصصانو د خبرو کوربه‌توب کاوه ویلي، له رواني روغتیا پرته روغتیا او سلامتي ممکنه نه‌ده.

ایټالیا کې امنیتي کسان د خلکو د کرونا واکسین ضد کارتونو د لیدلو پر مهال
ایټالیا کې امنیتي کسان د خلکو د کرونا واکسین ضد کارتونو د لیدلو پر مهال

ده ویلي چې د کرونا وبا د سختو میاشتو پر مهال رواني روغتیا لا مهمه شوې ده.

د جي شل ډلې غړو هېوادونو د روغتیا وزیران به پر دې لارو چارو خبرې کوي چې ساینسي معلومات څنګه سره شریک شي او واکسین په څه ډول لا په عادلانه بڼه ټولو ته ورسول شي.

په همدې حال کې د جي شل ډلې یوه غړي هېواد استرالیا نن په نیو ساوټ وېلز او ویکتوریا ایالتونو کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو نږدې ۱،۷۰۰ مثبتې پېښې او د درېیو کسانو مړینه ثبت کړې ده.

دغه هېواد هڅه کوي چې د ډېلټا په نوم د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو مخه ونیسي.

نیوزیلنډ هم نن د کرونا ویروس ۲۰ مثبتې پېښې ثبت کړي چې پرون هم دغه شمېر پېښې په‌کې ثبت شوې وې او چارواکي یې نور هم ډاډمن کړي چې د دغه ویروس د خپرېدو د اوسني بهیر په وړاندې په مبارزه کې لاسبري دي.

د امریکا متحده ایالاتو کې د هغو پروګرامونو د ختمولو هڅې روانې دي چې حکومت‌یې مالي ملاتړ کاوه او په اوونیز ډول د بې‌کارۍ په بدل کې خلکو ته پیسې ورکول کېدې.

د امریکا فډرال حکومت د کرونا وبا له خپرېدو سره سم تېر کال د وزګارتیا په بدل کې خلکو ته د پیسو د ورکړې پروګرام پراخ کړی و.

ارشیف، نیویارک کې یو شمېر راټول شوي وزګاره کسان
ارشیف، نیویارک کې یو شمېر راټول شوي وزګاره کسان

خو په راروانو ورځو کې به دغه امتیازونه پای ته ورسېږي چې له مخې به‌یې په ملیونونو وزګار امریکايي وګړي په داسې حال کې چې له غیر یقیني راتلونکي سره مخامخ دي، بېرته د کار بازارونو ته ستنېږي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۲۰ ملیونو دوه لکه ۹۰ زرو ته او په دې ویروس د مړینو شمېر څلورو ملیونو ۵۶ زرو ۲۰۰ ته نږدې شوی دی.