شاته

کابل کې د ځینو ښځینه فعالانو لاریون د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شو

یو شمېر ښځینه فعالانې چې په کابل کې یې د خپلو حقونو په موخه د عدالت غوښتنې په نوم لاریون کاوه، د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوې.

دوی وايي، طالبانو پرې هوايي ډزې وکړې او اجازه یې ور نه کړه چې په سوله‌ییز ډول خپل غږ پورته کړي.

له دوی یوه یې نرګس سادات ده چې پر مخ یې وینې روانې دي او وايي، طالبانو پرې ګوزار کړی دی.

د اغلې سادات ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو خپره شوې چې په کې د هغې یوه بله همکاره له دوی سره د شوي تاوتریخوالي کیسه کوي او وايي، طالبانو هغه وهلې ده.

یادو ښځینه فعالانو نن غوښتل د ارګ تر دروازې ځان ورسوي او د خپلو حقونو د غوښتو لپاره د عدالت غوښتنې غږ پورته کړي.

له دوی یوه یې نیلوفر نعیمي وايي، طالبانو لومړی د دوی د یو ځای را ټولېدو او لاریون مخه ونیوله او وروسته یې تاوتریخوالی پیل کړی: "لومړی یې ویل چې تاسې بهرنیو چارو وزارت او په ټوله کې د ګل‌بهار سنټر پر لور د تګ اجازه نه لرئ. وروسته یې هوايي ډزې وکړې او مایع ګاز یې زموږ پر مخ وشېندل او موږ یې سره وپاشلوو."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو غبرګون هم واخلي، خو له سره د ډېرو اړیکو دوی څوک حاضر نه شول چې په دې اړه څه ووايي.

پرون هم یو شمېر ښځې د حکومت د رسنیو د مرکز ترمخه د لاریون پرمهال د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوې وې.

ښځینه مظاهره کوونکې: طالبان دې راتلونکي حکومت کې ونډه راکړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00

د طالبانو له واکمنېدو سره سم، د ډېرو ښځو اندېښنه د خپلو حقونو او هغو ازادیو په اړه ده چې وړاندې یې درلودې.

که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې د اسلامي شریعت په رڼا کې به ښځو ته ازادي ورکوي، خو لا یې دوی ته دندو د تګ اجازه نه ده ورکړې.

وروستیو کې د طالبانو یو لوړ پوړي چارواکي عباس ستانکزي دا هم وویل چې د حکومت په ډېرو لوړ څوکیو یعنې وزارتونو کې به ښځو ته ونډه ور نه کړل شي، هغه څه چې د ښځینه فعالانو نیوکه په ځان پسې لري.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې بیا له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو او به ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی ولري.